د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی پيلوټ

Your browser doesn’t support HTML5

میر اقا په خپل کلي کې په حاجي پیلوټ مشهور دی. هغه د پیلوټۍ په برخه کې لوړې زده کړې د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۲ کال پورې په قرغزستان کې کړي دي ، د صبغت الله مجددې په مشری د مجاهدینو د حکومت په راتګ سره پر کور کښیناست او دامهال په ډېر بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي.

هغه ۶ کاله د اجیر ښوونکي په توګه دنده هم ترسره کړې چې د هغه په وینا د ۱۳۹۶ کال د پنځو میاشتو معاش لا هم ندی ورکول شویاو دا مهال له دندې ګوښه کړل شوی دی.

وایي د ښوونکي له دندې سره ډېره مینه لري او له حکومت نه غواړي چې یو ځل بیا د ښوونکي په توګه یې وګماري ترڅو د وطن نوی نسل وروزي.