د نورستان ښکلا

د کانتیوا درې یوه ښکلې منظره

د مرکز پارون اړوند مدنې کلي یوه ښکلې منظره، دغې سیمې ته سیلانیان د چکر او مېلو لپاره ورځي

کانتیوا دره کې د بانډې یو اوسېدونکی خپل کلي ته ځي

د پارون د بازار ماخستن، هلته دوکانونه له ماښام وروسته بندېږي، خو برېښنا پکې شته او ګروپونه روښانه وي

د کانتیوا دره کې مالداران د مالونو په څرمنو یا ګوډو کې ماسته شاربي چې کوچ او شلومبې ترې وباسي.

د کانتیوا درې یوه ښکلې منظره

د پارون پر لاره کامګل سیمې ته پر سیند لرګین پل.

د کانتیوا په درې کې د محلي ټنګ ټکور پروګرام

د پارون اړوند کانتیوا درې یوه ښکلې منظره چې د سیند یوې غاړې ته جومات او بل اړخ ته وړوکی کلی دی.

پارون کې د یواځینې هوټل ودانۍ او چمن. دا هوټل د ښاروالۍ اړوند دی چې په یو وړوکي پارک کې جوړ شوی دی

د نورستان مرکز پارون کې د یواځیني هوټل ودانۍ چې د مېلمنو لپاره ټولې څلور خونې لري

په واما ولسوالۍ کې یواځینی هوټل چې د سیند په منځ کې جوړ شوی دی.