د واخان ښکلا په تصویرونو کې

واخان د طبیعي او زړه راښکونکې ښکلا په درلودلو سره د افغانستان دوهم ملي پارک دی

د واخان ولسوالي د افغانستان د بدخشان ولایت یوه تر ټولو فقیر میشته او ناداره ساحه ده

د افغانستان د بل هر ځای په پرتله په واخان کې زده کړو، روغتیایي خدماتو او لومړیو اساسي امکاناتو ته لاس رسی کم دی

د واخان د غرنیتوب په وجه پدې ولسوالۍ کې د کر ځمکه خورا کمه ده

مالداري د واخان د اوسیدونکو عمده مشغولیت دی

د واخان ښځې د کور د چارو د پرمخ بیولو تر څنګ له کور بهر کارونو کې هم مرسته کوي

د واخان په اکثرو سیمو کې جادې او حتی خام سړکونه نشته، خو پدغه غرنۍ ولسوالۍ کې سخت ژمی او واورې ددې سیمې د اوسیدونکو تګ راتګ او ژوند نور هم ستونزمن کوي

د واخان اوسیدونکي چې اکثر یې قرغیزیان دي کوچیانو ته ورته ژوند لري او د کال په مختلفو فصلونو کې ددې ولسوالۍ له یو ځای نه بل ځای ته کډه کوي

روغتیایي خدماتو ته د لږ لاس رسي په وجه د میندو د مړینې کچه هغه هم د امیندوارۍ پر وخت ډیره لوړه ده

د افغانستان د واخان ولسوالي د چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري او چینایي پوځیان غواړي د افغان سرتیرو یوه غرنۍ لوا ته پوځي زده کړې وکړي چې ټاکل شوې پدې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شي