انارکلي: د سولې خبرو کې باید د مذهبي لږکیو حقونه په نظر کې ونیول شي

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې مشورتي لویې جرګې کې د هندوانو او سیکهانو استازي وايي د طالبانو سره په خبرو کې باید د مذهبي لږکیو حقونه په پام کې ونیول شي. دوی وايي چې روانې جګړې دوی هم د نورو افغانانو په څېر ځپلي دي.