د هلمند د حجاري او نجاري فابریکه

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند د حجاری او نجاری فابريکه چې ددې ولايت د رخام ډبرې زيرمي پروسس کوي، وایي د حکومت له لوري د رخام په استخراج باندې د بنديز لګولو له امله اړ دي چې ډبرې له خصوصي شرکتونو وپيري.

دا شرکت دا هم وایي چې تولیدات یې د هېواد دننه او دباندې ښه بازار لري. بل خوا ياده فابريکه د نجاری په برخه کې هم فعاليت لري، خو مسؤلين یې وايي که د افغانستان د خپلو لرګيو څخه کار واخيستل شي ګټه به یې زياته شي، دم ګړی ددې فابريکې د نجاری د برخې اتيا سلنه توکي له بهر څخه وارديږي.