سوداګرۍ خونه: چې نړۍ سره اړیکې ثابتې نشي، د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې نه لېرې کېږي

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي په افغانستان کې د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو د حکومت د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي، چې باید عملآ د زیربناو په برخه کې خصوصي سکټور سره مرستې وشي.

د طالبانو حکومت وايي چې په لنډمهاله اقتصادي پالیسي کې يې خصوصي سکټورځانکړی ځای لري.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکو په افغانستان کې د خصوصي سکټور څخه د طالبانو د حکومت د ملاتړ په اړه د چهارشنبې د ورځې په کنفرانس کې د دغه حکومت د یو شمیر مشرانو د څرګندونو هرکلی کړی دی، خو وایي چې حکومت باید عملآ د خصوصي سکټور د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه، چې د بریښنا او ځمکو ستونزې په کې شاملې دي، د هوارولو لپاره اقدامات وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خامو موادو د انتقال او د ګاونډیو هیوادونو سره د صنعت په برخه کې د شته رقابت پر وړاندې د حکومت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي الکوزي وویل: "امنیت راغلی دی فساد له منځه تللی دی خو بیا هم ستونزې شته، ترڅو چې د دنیا سره په اړیکو کې ثبات رامنځ ته نشي نه یوازې سوداګرۍ په برخه کې بلکې د تولید په برخه کې به ستونزې لرې نشي".

خان جان الکوزي وویل، چې خصوصي سکټور د زیربناو په برخه کې د مرستې تر څنګ د قوانینو اسانولو او مالیاتي ملاتړ ته اړتیا لري. هغه وویل، چې په ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان او ازبکستان کې، چې زیربنا یې هم جوړې دي خصوصي سکټور په ځانګړي دول صنعتکارانو ته د مالیو د معافولو په ګډون یو لړ اسانتیاوې برابر دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال نړۍ سره د افغانستان اړیکو ټینګول او د نوي حکومت د رسمیت نه پیژندلو مسله هم یادې کړې او ویې ویل، چې دغو مسلو د حل پرته به خصوصي سکټور ته ګرانه وي، چې ښه پرمختګ وکړي.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان هم د خلکو د ژوند په ښه کولو کې د خصوصي سکټور ونډه ډیره مهمه ګڼي او وايي، چې په افغانستان کې د کورني تولید د زیاتیدو لپاره د داسې پالیسو جوړول، چې ورسره خصوصي سکټور وهڅول شي یو ښه او ګټورکار دی.

خو د اقتصاد استاد محمد علي مشعل وايي، په دې شرط چې کاري چاپیریال هم چمتو وي: "که چاپیریال چمتو نه وي د «اسلامي امارت» هرډول پالیسي او پروګرام به لازمه اغیزه ونلري ".

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دوو مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ کابل کې یو اقتصادي کنفرانس ته وویل، چې د حکومت په لنډ مهاله اقتصادي پالیسۍ کې خصوصي سکټور ځانګړی ځای لري او حکومت به یوازې په حقوقي چوکاټ کې د خصوصي سکټور سره همکار ولري او د خصوصي سکټور څخه به په کلک ډول ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم د امریکا حکومت د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم ملیارده ډالرو شتمنۍ کنګل کړې، چې له امله یې دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو. تیره ورځ د طالبانو حکومت کابل کې د اقتصادي ستونرو د هوارولو لپاره یو ورځینی کنفرانس جوړ کړی وو.

په دې کنفرانس کې د کرهڼې، کانونو او بانکونو د سکټورونو په اړه د ګډونوالو ترمنځ نظریات تبادله شو. د صنعت او کانونو د سکټور چارواکي وايي، چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګوالو پانګې اچونې ته لیوالیا زیاته شوې ده.