ژوند په امریکا کې

Your browser doesn’t support HTML5

د دې اونې په خپرونه کې د مدیریت او رهبرۍ د تعلیمي موسسې له رئیس، ضیا الاسلام شیوا سره غږیدلي یو او په افغانستان کې د لوړو زدکړو پر اوسني وضعیت او راتلونکي بحث کړی دی.

شاوخوا یو کال دمخه د افغانستان جمهوریت نظام ړنک شو او له هغه وروسته اکثره ملي بنسټونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې یو څه وده کړې وه له جدي ستونزو سره مخامخ شول. د ځینو ریپوټونو له مخې، د افغانستان د لوړو زدکړو برخه هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ ده.