پېښور ته د تازه کډه شوې افغانې کورنۍ د کړاو ډک ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي. په دغه افغانانو کې يوه کورنۍ د عبدالغني ده۔ هغه د قانوني سند نه لرلو له وجې کار روزګار موندلو کې ستونزې لري او وايي د کور خرڅ خوراک يي په ګرانه پوره کيږي۔