جین شهین: ملګري ملتونه دې دطالبانو په ضد سخت ګامونه واخلي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د سنا مجلس ډېموکراته غړې جین شهین وايي چې د طالبانو د واکمنۍ طرز او چلند ته په کتو د دوحې تړون خپل ارزښت بایللی دی. مېرمن شهین زموږ له همکارې شهناز نفیس سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې دې او یو شمېر نورو سناتورانو په ګډه له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د طالبانو پر ضد سخت ګامونه واخلي.