د چین او افغانستان تر منځ د نوي ځمکني دهلیز له لارې د مالونو انتقال پیل شو

چارواکي وايي، دا لار به د افغانستان او چین تر منځ د مالونو د لیږد  موده له یوې میاشتې ۱۵ ورځو ته راکمه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریل ګاډي پټلۍ د ادارې چارواکي وايي د چین، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د تازه جوړ شوي ځمکني دهلیز له لارې له چین څخه د سوداګریزو مالونو لومړۍ جوپه د افغانستان په لور روانه شوې ده.

چارواکي وايي، دا لار به د افغانستان او چین تر منځ د مالونو د لیږد موده له یوې میاشتې ۱۵ ورځو ته راکمه کړي او د مالونو د ترانسپورټ مصرف به هم ډېر راټیټ کړي.

د طالبانو د حکومت ریل ګاډي د پټلۍ رئیس بخت رحمان شرافت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د چین د مالونو دا جوپه به د قرغزستان د اوش د اورګاډي اډې ته او بیا د ازبکستان او حیرتان بندر له لارې مزارشریف ته ولیږدول شي.

د چین، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د نوې ځمکني دهلیز موافقه تیره اونۍ د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې لاسلیک شوه.

د اوسپنې د پټلۍ د ادارې ویاند عبدالسمع دراني خبریالانو د دې ځمکني دهلیز د ګټې په اړه وویل چې دا دهلیز به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ لاره نیمايي ته رالنډه کړي.

ښاغلي دوراني وویل: " هغه مالونه چې مخکې د ځمکني ترانسپورټ پواسطه په لاریو او کانټینرونو کې په دوو میاشتو کې له چین څخه افغانستان ته رسېدل اوس به په دوو اونیو کې د ریل ګاډي په واسطه رسیږي. ددې ترڅنګ به افغانانو ته کاري فرصتونه پیدا شي. درییمه ګټه یې داده چې مونږ د اورګادي پواسطه د توکو په انتقالولو سره د توکو د انتقال لګښت راکم کړو چې دا به مستقیما د توکو په قیمت باندې هم اغیز کوي او د توکو قیمت به راټیټیږي".

عبدالسمع درانی وايي، چې ورسره به د حکومت عواید هم زیات شي.

ښاغلي دراني وویل چې قزغزستان او ازبکستان ژمنه کړې چې له ترانزیتي مالونو به ډیره کمه مالیه واخلي.

افغانستان چې په وچه کې راګیر هیواد دی، د اوږدو جګړو له امله یې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د خپل ستراتيژیک موقعیت څخه ډیره کمه ګټه اخیستې ده.

د سوداګرۍ دپاره، د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو هلې ځلې د تېر حکومت په وخت کې پیل شوې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، دا نوی دهلیز به د چین سره د افغانستان د کانونو د موادو په ځانګړي ډول د شوکاڼي یا تلک په صادراتو کې ډیره ګټه وکړي.

ښاغلي الکوزي امریکا غږ ته وویل چې دمخه افغانستان د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین سره راکړه ورکړه کوله چې د لارې د اوږدوالي له امله د توکو د لیږد مصارف ډیر زیات و.

ښاغلي الکوزي وویل " قرغز او ازبک سره نږدې دي او بالاخره ژر چین ته رسیږي چې مصرف هم کم راشي او وخت هم کم ونیسي. نو دا زمونږ لپاره اقتصادي لار ده".

هغه وویل فکر کوي چې د کراچۍ د بندر پر ځای له دې لارې د افغانستان د وچو مېوو او نورو حاصلاتو انتقالول به افغان سوداګرو ته ډېره ورسوي.

د افغانستان د تېر حکومت د هڅو په پایله کې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د محصولاتو د انتقال لپاره هوايي دهلیزونه پرانیستل شوي و، چې افغان سوداګرو ته یې د دې امکان ورکوه چې په ارزانه بیه د هوا له لارې حصولات انتقال کړي.

خو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلمسې وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي، له بهرنیو هیوادونو سره د هوايي دهلیز له لارې د صادراتو بهیر په ټپه دریدلی دی.

څو میاشتې وړاندې افغان سوداګرو په خپل ابتکار چین سره د هوايي دهلیز له لارې د صادراتو بهیر یو ځل بیا پیل کړ خو د ځینو ستونزو له امله یې تر ډیره دوام ونکړ او بیرته بند شو.

افغانستان په کال کې تر یو نیم میلیارد ډالرو پورې واردات کوي خو چین ته ددغه هیواد د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله ديره کمه ده.