په دوديزو څيزونو ګلکاري

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور يو ځوان اسماعيل خان په لوخو، څپليو، بيګونو او بوتلونو ګلکاري کوي. اسماعيل دمخه په ټرکونو ګلکارې کوله، خو د کرونا وبا وروسته يي دې هنر ته مخه کړه. اسماعيل خان وايي د دغه رنګونو او ګلکارۍ له لاري نړۍ ته د پښتنو دود او دستور ورپيژني. هغه وایي ډېر هنري اثار یې نورو هيوادونو ته ليږل کيږي.