پیښورۍ خولۍ څنګه او د کوم ټوکر څخه جوړیږي؟

Your browser doesn’t support HTML5

سپینې یا پېښورۍ خولې کارول د پيښور اوسیدونکو پخوانی رواج دی چې اوس هم دغه دود پالل کیږي. د پېښور ګنج سیمې سره نږدې په دوره چوک کې د دغه ډول خوليو جوړولو ګڼ شمیر دوکانونه شته چې جوړونکي یې وايي، پېښورۍ خولۍ له جاپاني ټوکر څخه جوړيږي او جوړول يې شاو خوا دوه ساعته وخت نيسي. مسکا ساپۍ - امریکاغږ