افغان کډواله چې پخپله خیمه کې یې هټۍ جوړه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

د بدخشان اصلي اوسیدونکې، نسرين امیري وایي د مېړه له مړينې وروسته افغانستان کې يوازې پاتې وه او د طالبانو راتګ سره پرته له کوم محرم ژوند کول او د ژوند چارې مخ ته وړل ورته اسانه نه وو چې له همدې امله کډوالۍ ته اړ شوه. نسرين اوس په اسلام اباد کې پخپله خيمه کې يوه هټۍ جوړه کړې او خپله نفقه پخپله ګټي .