تازه څیړنې ښيي چې په اونۍ کې د پنځو ورځو پر ځای څلور ورځې کار د خلکو روغتیا او هوساینه زیاتوي. خو پوښتنه دا ده چې ایا کاروبارونه او ادارات به وکولای شي چې په څلورو کاري ورځو کې د یوې اونۍ کار بشپړ کړي.
په اونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د ورځې اته ساعته کار کولو او د پنځو ورځو کار په اندازه معاش ترلاسه کولو نظریه د غاښونو ډاکټرې ایریا اوندو ته د خوښۍ وړ خبره ده.
هغه وايي: "له دې سره تاسې کولای شئ خپل نور کارونه سر ته ورسوئ، په کور کې آرام وکړئ او یا د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ."
مګر په سویلي ډکوټا ایالت کې د ساختماني شرکت مالک جیمز راجرز څلور ورځنۍ اونۍ د خپل کاروبار دپاره ګټوره نه بولي او وايي، اوږدې کاري اونۍ ته اړتیا لري ترڅو کار په وخت سره بشپړ کړي.
په ۲۰۲۲ کال کې، "د څلور ورځنۍ اونۍ " په نوم نړیوالې غیرحکومتي ادارې او ددې ادارې شریکانو په متحده ایالاتو او انګلستان کې دوه شپږ میاشتني ازمایښتي پروګرامونه پلي کړل.
دوی د کمو کاري ساعتونو ډیرې ګټې وموندلې؛ لکه د کارکونکو لږه ستړیا او بې خوبي او په غیر حاضرۍ کې ۶۵ سلنه کمښت.
دا اړوند مطلب هم ولولئ په امریکا کې د کارگر ورځ؛ نننۍ او یوه نیمه پیړۍ مخکې کارگرد څلور ورځنۍ اونۍ د نړیوالې ادارې بنسټ ایښودونکې، شارلټ لوکارټ وویل: "احصايې ښيي چې له دې سره نه یوازې د خلکو روغتیا بهتره کیږي بلکې زموږ د موندنو له مخې، د کاروبار اغېزمنتیا هم په خپل حال پاتې کیږي او یا تر هغه هم ډیریږي."
د امریکا په کانګرس کې د استازو د جرګې دیموکرات غړي مارک تاکانو پدې وروستیو کې یو ځل بیا د معاش کمولو پرته په ټول هیواد کې د ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ رامینځته کولو وړاندیز وکړ. خو تر دې دمه نوموړی د جمهوري غوښتونکو ملاتړ نلري او هغه مني چې ددې تګلارې پلې کول نور کار ته اړتیا لري.
ټاکانو وویل: "دا چاره د نلدوانۍ، ترکاڼۍ او کارخانو د کارکوونکو دپاره توپیر لري. دا چې د دوی ټولو لپاره به انډول څنګه رامنځ ته کیږي، زه ټول ځوابونه نلرم."
د ډیجیټل بازارموندنې او اعلاناتو شرکت Liquified Creative د دوو کلونو دپاره د څلورو ورځو کاري اونۍ تجربه کړې ده. ددې شرکت مشر، شان نوراټیل دا یو ستونزمن سفر وباله.
هغه وویل: "دا د کارکوونکو لپاره خورا ستوزمنه وه، ځکه چې دوی هڅه کوله د ۴۰ ساعتونو کار په ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ کې بشپړ کړي. ټولو کارونو ته رسېدل مشکل وو."
په اونۍ کې د څلورو ورځو کار د اغېزمنتیا په اړه د کافي معلوماتو د نشتوالي له کبله، ټاکل شوې چې په روان کال کې په متحده ایالاتو کې په دې اړه نوې څېړنې پیل شي. د څلور ورځنۍ اونۍ نړیواله موسسه همدارنګه په پام کې لري چې په دې اړه په استرالیا، نیوزیلنډ او برازیل کې هم ازمایښتي پروګرامونه پیل کړي.