د اشنا د شنبې خبري خپرونه
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خبري خبرونه کې دغه مطالب ځای کړای شوي دي؛
د امریکا په مالي ملاتړ د افغانستان بانک د ارزونې پایلې ښيي چې افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي. د طالبانو په بند کې د نجونو د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا ۱۱۸ ورځې پوره شوې. د «قلم لار» د بنسټ ایښونکي وضعیت څنګه دی؟ او له ډیرو غوښتونو وروسته ولې تراوسه ندی خوشې شوی؟
د فوټبال نړۍ نامتو لوبغاړی لیونل میسي د امریکا فلوریډا ایالت ته تللی. د میسي مینه وال هیله مند دي چې امریکا ته د میسي په راتګ سره به د فوټبال یو نوی پړاو پیل شي.