په امریکا باندې د سپتمبر د ۱۱ تروریستي بریدونه او پایلې یې

۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱   

د القاعده شبکې ترهګرو دوه مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز په دوو برجونو او یوه الوتکه د امریکا د دفاع وزارت سره ټکر کړې او بله الوتکه یې د امریکا د پنسلوانیا ایالت د یوې کلیوالي سیمې په یوه کرونده کې نسکوره کړه چې په پایله کې یې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

۱۸ سپتمبر ۲۰۰۱   
د متحده ایالاتو کانګرس د د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د پلان جوړونکو او مرتکبینو په نښه کولو لپاره د نظامي ځواک کارولو قانون تصویب کړ. 

۲۰ سپتمبر ۲۰۰۱   
جورج بوش له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن متحده ایالاتو ته وسپاري او ددې شبکې غړي له افغانستان څخه وشړي، چې طالبانو ونه منله. 

۷ اکتوبر ۲۰۰۱   
د امریکا او بریتانیا هوایي ځواکونو د القاعده د روزنیزو مرکزونو او د طالبانو د پوځي تاسیساتو د له منځه وړلو په مقصد پر افغانستان یرغل پیل کړ.

۱۹ اکتوبر ۲۰۰۱   
امریکایي او بریتانوي پیاده ځواکونو د "شمال ایتلاف" په نوم د افغان ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل.  

۱۳ نومبر ۲۰۰۱   
د شمال ایتلاف ځواکونو د امریکایي پوځیانو د هوایي بریدونو په ملاتړ د کابل ښار ونیو. 

۵ دسمبر ۲۰۰۱   
د ملګرو ملتونو په نوښت د بن موافقه لاس لیک شوه او حامد کرزی د افغانستان د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو. 

۷ دسمبر ۲۰۰۱   
په افغانستان کې د طالبانو ستر او وروستی مرچل کندهار ښار وپرځید او د طالبانو مشران پاکستان ته وتښتیدل.  

جنوری – فبروری ۲۰۰۲   
د ناټو زیات شمیر هیوادونو د ایساف ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل.  
  

۲ می ۲۰۱۱   
د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن، د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په برید ووژل شو. 

۲۲ جون ۲۰۱۱   
اوباما په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو د بهیر پیل اعلان کړ او له هغه وروسته امنیتي مسوولیتونه ورو ورو افغان ځواکونو ته وسپارل شول.  
  

۲۰۱۵ تا ۲۰۱۸   
د طالبانو یاغیتوب او بریدونه چې له افغانستان څخه یې په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل غوښتل په بیسارې توګه زیات شول.  

۲۸ جولای ۲۰۱۸   
د متحده ایالاتو لوړپوړو دپلوماتانو د لومړي ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل.  
  

۱۳ اکتوبر ۲۰۱۸   
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د طالبانو سره د مذاکراتو د احتمال د ارزونې لپاره قطر ته سفر وکړ.   

۲۸ جنوری ۲۰۱۹   
د متحده ایالاتو او طالبانو استازو په رسمي توګه مذاکرات پیل کړل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتلو ته زمینه برابره شي.  
  

۲۹ فبروری ۲۰۲۰   
د امریکا او طالبانو استازو د دوحې موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال د مۍ پورې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلای وای.  

۱۴ اپریل ۲۰۲۱   
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ د اګست تر پای پورې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د پای نیټه وغزوله. 

۱۵ اگست ۲۰۲۱   
طالبان کابل او د جمهوري ریاست ارګ ته ننوتل او د افغانستان پخوانی ولسمشر محممد اشرف غني له هیواد څخه ووت. 


۳۱ اگست ۲۰۲۱   
د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستان څخه ووتله او په دې توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیدله.