بنګله دیش په نړیوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

نن شنبه د اکتوبر په اوومه نیټه هند کې کیدونکي د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان او بنګله دیش د درمشاله په سټیډیوم کې سره لوبه وکړه. پچه بنګله دیش وګټله او لومړۍ یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه.

د لوبې پیل کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه لوبه وکړه او د لومړۍ ویکټ لپاره یې په ګډه ۴۷ منډې وکړې. لومړی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ وو چې ۲۵ توپونو کې ۲۲ منډو کولو سره وسوځید.

افغانستان لپاره رحمن الله ګربز تر ټولو ډیرې ۴۷ منډې وکړې.

بنګله دیش لپاره مهدي حسن او شکیب الحسن په خپل وار درې لوبغاړي وسوځول او په دغه توګه د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۵۶ منډو اوټ شوه.

بنګله دیش د افغانستان لخوا ټاکل شوی هدف په ۳۵ اورونو کې د یواځې ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

بنګله دیش لپاره مهدي حسن ۵۶ او نجم الحسین شانتو ۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱) له هند سره ده.