په زلزلو کې د افغانستان د ځپل شویو سیمو حال د تصویر په ژبه

په  افغانستان کې د زلزلو له کبله زرګونه کسان بې کوره شوي

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ

طالب مقامات وايي چې په زلزلې کې ۱۳۲۰ کورونه ویجاړ شوي

ډېر زیانونه د زنده جان په ولسوالۍ کې اووښتي

له سختو زلزلو وروسته د سیمې یو شمېر خلکو د زیانمنو شویو مرستو ته ودانګل

راپورونه وايي چې تر دې دمه لازمې مرستې ځپل شویو سیمو ته رسېدلي نه دي.

د سیمې خلک په بیل او ګولنګ باندې له خاورو څخه خلک راوباسي

ویجاړه شوې سیمه

په بهر کې د افغانستان استازولیو له نړیوالو څخه د مرستو غوښتنې کړې دي

د سور صلیب نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غږ کړی دی

طالب مقامات وايي چې تر ۲۰۰۰ ورپورته کسان مړه شوي او شاید تلفات زیات وي

د افغانستان د کرکټ مشهور ستوري محمد نبي  له ځپل شویو سره د مرستو ټولولو کمپاین پیل کړی. راشد خان هم ویلي دي چې کمپاین به پیلوي.

له زلزلو وروسته خلک سړکونو ته راووتل

د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کې یو شمېر مړي خاورو ته وسپارل شول

د زنده جان د کشکک کلی له زلزلې وروسته

زلزلې ځپلې سیمه 

د زنده جان د سیا اب کلی