د پاکستان څخه هیواد ته د افغانانو بیرته ستنیدنه

پاکستان وايي شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسیږي او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې که تر چهارشنبې په خپله خوښه له پاکستان څخه و نه وځي، نو په زور به وشړل شي.

اټکل دا دی چې په پاکستان کې څه باندې ۱.۷ ملیونه افغان کډوال ژوند کوي چې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري.

په پاکستان کې چارواکو دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې ددې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه نږدې ۲۰۰زره افغانان په خپلې خوښې افغانستان ته ستانه شویدي.

د پاکستان د دې پلان له مخې نږدې ۱،۷ ملیون افغان کډوال په زور لدې هیواد څخه وایستل شي.

چارواکو ویلي هغه افراد چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانونۍ اسناد نه لري، او د ټاکل شوي مهلت څخه وروسته پاتې شي، تر نیول کیدو وروسته به په ځانګړو شویو مرکزونو کې واچول شي او بیا به د نږدې سرحدي تګ راتګ لارې څخه افغانستان ته ولیږدول شي

یو شمیر افغان کډوال چې  د چمن د لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د تلو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ۷۰۰ زرو په شاوخوا کې افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل، پاکستان ته کډه شول.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو د اسنادو نه لرونکو افغانانو نیول پیل کړي او د ساتلو نویو مرکزونو ته به یې ولېږي.

په زرګونو نور افغانان په بلوچستان ایالت کې د چمن پر پوله، افغانستان ته د اوښتلو انتظار باسي. پاکستاني چارواکو ویلي چې ښايي تر چهارشنبې پورې دغه شمېر دوه برابره زیات شي.

پر پوله باندې د کډوالو د لوی شمېر د فشار سره سره، پېښور ته څېرمه د کډوالو د ستنولو دپاره د توقیف ځایونو پاکستاني مسئولینو ویلي چې دغه مرکزونه به د پلان سره سم، د نومبر له لومړۍ نیټې څخه په منظم ډول په فعالیت پیل وکړي.

له هغه وخت راهیسې، د پاکستان امنیت د وسله والو بریدونو په زیاتیدو سره خراب شوی دی. پاکستان تور لګوي چې بریدګر له افغانستان څخه ورځي او طالبان پړه ګڼي چې په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.

پاکستان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد ګڼل کیږي. په افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو پر مهال په میلیونونو افغانانو دغه هېواد ته پناه وړې او هلته میشت شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو بریدونو له زیاتوالي وروسته، د پاکستان حکومت ویلي چې امنیتي کړکېچ د کډوالو په اړه ددغه تصمیم نیولو ته اړ کړی دی.