په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان بشري، اقتصادي او رسنیز وضعیت ته کتنه – د ۳۰ دقیقې اوونیزه خپرونه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې پر افغانو خبریالانو او رسنیو د طالبانو فشارونه نورهم زیات شوي. دې مرکز په دغه کال کې د یو خبریال د وژل کېدو او د ۱۹ نورو ټپي کیدو په ګډون د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پیښې ثبت کړي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره په ۲۰۲۳ کال بشري او اقتصادي وضعیت ته هم کتنه شوې ده.