ترهکی: افغانستان کې د اوبو له ظرفیتونو سمه ګټه نده اخیستل شوې - ځانګړې مرکه
Your browser doesn’t support HTML5
د نړیوال پرمختګ او د اوبو د زېرمو څېړونکی یار محمد تره کي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغانستان د اوبو د زېرمو له اړخه یو بډایه هیواد دی، خو په تېرو کلنو کې په دغه هیواد کې د اوبو په برخه کې له ظرفیتونو ګټه اخیستل شوې نه ده. ښاغلی تره کی وايي، د اوبو مدیریت لا هم یوه ستره ننګونه ده.