په عکسونو کې: د پاریس د سږني المپیک سیالیو د اختتام مراسم

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په مراسمو کې د هالیووډ د فلمونو مشهور ستوري ټام کروز هم ګډون درلود

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او یو شمیر نور چارواکي د ۲۰۲۴م کال د المپیک سیالیو د اختتام مراسم ګوري

د بریتانیا ورزشکاره، ایملي کمپیبل چې د ښځو د وزن پورته کولو په کټګورۍ کې یې د برونزو مډال ګټلې، خپل ویښتان یې د المپیک سیالیو د پنځو کړیو(حلقو) ته ورته ډیزاین کړې و

د هالیووډ فلمي ستوري ټام کروز د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په مراسمو کې د لاس انجلس ښاروالې کیرن باس ته د المپیک بیرغ ورکړ

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په پروګرام کې د اورلوبې د مراسمو یوه څنډه

د لاس انجلس ښاروالې کیرن باس د المپیک بیرغ د جمناستیک لوبغاړې، سیمون بالز ته ورکړ. لاس انجلس به په ۲۰۲۸ کې د المپیک لوبو کوربه وي

د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو د اختتام په مراسمو کې د ورزشکارانو پریډ

د چین، امریکا او استرالیا یو شمیر ورزشکاران په یوه انځور کې؛ چينايي ورزشکارانو د سپينو زرو، اسټراليايي لوبغاړي د برونزو او امريکايي لوبغاړي د سرو زرو مډالونو ګټلي 

   د امریکا د ښځو د باسکټبال لوبډلې د کوربه فرانسې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالی کې د سرو زرو مډال وګاټه

د فرانسې په‌ پلازمینې پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په وروستیو شیبو کې د اورلوبې د مراسمو یوه څنډه

د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام انځور

د پاریس المپیک په اختتام کې د هنرمندانو د یوې ډلې هنري ننداره

 سږني المپیک د پای ته رسیدو وروستۍ شیبې

د المپیک د نړیوالې کمیټې د مډالونو د درجه بندۍ له مخې، متحده ایالات ټولټال د ۱۲۶ مډالونو؛ ۴۰ د سرو زرو، ۴۴ د سپینو زرو او ۴۴ د برونزومډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ