امریکا افغانانو ته د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو مبارکي ورکړې

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د سې‌شنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه، ټیلیفوني خبرې کړې دي.

له سپینې ماڼۍ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ښاغلي پنس د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون له امله ولسمشر غني ته مبارکي ویلې او دا یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د دوامداره پرمختګ لپاره مثبت ګام بللی دی.

په بیان کې راغلي "د افغانانو د ویرولو لپاره د طالبانو د هڅو سربیره، بیا هم میلیونونه خلکو مخ په وړاندې ګام پورته کړ، څو د رایې ورکولو له لارې خپل غږ نورو ته ورسوي".

د بیان له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال له ښاغلي غني سره په خپلو خبرو کې، د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د انتخاباتي او امنیتي بنسټونو د هڅو او په دې برخه کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو د ملاتړ قدرداني هم کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي پنس او ولسمشر غني ترمنځ د دغې ټیلیفوني اړیکې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

همداشان د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون او د دغو ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه کړې ده.

ښاغلي سټولټنبرګ په خپل ټویټر پانه کې لیکلي، چې ناټو به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه چې د هغه پر وینا دا یو ښه راتلونکی جوړوي.

انتخاباتو کې سرغړونې او ستونزې

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې زیاتې، سرغړونې او ستونزې موجودې وې.

ښاغلي دانش چې د سې‌شنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱) د سټنډرډ د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله، له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې بنسټونو، ناظرینو او عامو خلکو څخه وغوښتل، چې په دغو انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په تړاو خپل شکایتونه په اصولي ډول ترتیب او اړوندو ادارو ته یې وسپاري.

هغه زیاته کړه، چې انتخاباتي کمیسیونونه د خلکو د رایې د تحفظ مسولیت لري او باید د ولسي جرګې انتخاباتو په تړاو ثبت شوي شکایتونه په اساسي ډول وڅیړلي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال دغه راز په کندهار او غزني ولایتونو کې د انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار وکړ او له انتخاباتي کمیسیونونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې ژر تر ژره اقدامات ترسره کړي.

په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات، د جنرال عبدالرازق له وژل کیدو وروسته یوه اونۍ وځنډول شول، خو په غزني ولایت کې د سیاسي اختلافاتو له امله انتخابات ونشول.