د پخواني شوروي مشهور لیکوال، مړ شو

د روسیې او اروپا مشران د پخواني شوروي اتحاد د مشهور لیکوال الکساندر سولژینتسن په مړینې ماتم کوي.

د نوبل د جایزې گټونکي الکساندر سولژینتسن، چې له شوروي اتحاد سره یې د خپل مخالفت له آمله نړیوال شهرت درلود، د ٨٩ کلنۍ په عمر د یکشنبې په ورځ په ماسکو کې مړ شو.

د شوروي وروستي جمهور رئیس میخایل گوربجوف لومړنی لیکوال بللی چې د جوزف سټالین د غیر انساني حکومت په خلاف یې غږ پورته کړی و.

د روسیې اوسني جمهور رئیس دیمیتري میدویدوف او صدراعظم ویلادمیر پوټین هم د سولژینتسن په مړینه خواشیني څرگنده کړې ده.

د جرمني صدراعظمي انگیلا مرکل په یوې خپرې شوي اعلامیې کې الکساندر سولژینتسن ستایلي او ویلي یې دي چې هغه د شوري اتحاد په راپرزولو کې مهم رول لوبولی دی.

ټاکل شوې ده چې الکساندر سولژینتسن د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې خاورو ته وسپارل شي.