هندوستان خپله لومړنۍ بی نفره فضایي بیړۍ د سپوږمۍ په لور په بریالیتوب واستوله

هندوستان خپله لومړنۍ بی نفره فضایي بیړۍ د سپوږمۍ په لور په بریالیتوب واستوله.

هندي چارواکي وایې دغه د چندریان ون یا د سپوږمۍ موټر نومې فضایي بیړۍ نن چهارشنبې د هندوستان د جنوب ختیځ ښار چینای نه وتوغول شوه.

په داسې حال کې چې سائنس پوهانو فضا ته ددی بیړۍ سفر په شور او زوږ بدرگه کړ، د هند د فضایي تحقیقاتي ادارې رئیس خبریالانو ته وویل چې دا د یو ډیر عالي سفر پیل دی او د پلان سره سم پرمخ ځي.

هندي چارواکي وایې دا بیړۍ به د خپل دوه کلن ماموریت په ترڅ کې نه یوازې په پوره جزیاتو سره د سپوږمۍ د سطحې نقشه واخلي بلکه د سپوږمۍ د خاورې لاندې به ځنې تحقیقات هم وکړي.

دا سفر به د هند راتلوونکو فضایي تحقیقاتو ته زمینه برابره کړي.

هند پدې هیله دی چې د خپلو اسیایي رقیبانو لکه جاپان او چین په څیر چې لا د وړاندې یې دا ډول ماموریتونه سرته رسولي ځان برابر کړي.