د اېډز د ورځی په لمانځلو کې د ناروغانو د علاج لپاره د زېات تموېل غوښتنه کېږی

د اېډز د ورځی په لمانځلو کې د ناروغانو د علاج لپاره د زېات تموېل غوښتنه کېږی. د ملگرو ملتونو روغتېا ېې چارواکی د نړېوالو پاملرنه دېخواته را اړوي چې دهغو کسانو د دارو درملو لپاره چې د اېډز په ناروغی اخته دی باېد ډېره بسپنه واچول شی او زېاته توجه ورته وشی.

هغوی دا خبری د اېډز د نړېوالی ورځی په مناسبت نن ددوشنبی په ورځ کولی.

د اېډز سره د نړېوالی مبارزې منتظمېن واېې چې دا شلمه کلېزه ده چې دا ورځ لمانځل کېږی.

په دې ورځ باندی د ناروغېو په مقابل کې د معافېت او مقاومت نظام ته او هغو ناروغېو ته توجه کېږی چې د وجود د معافېت د نظام د کمزوری نه را پېدا کېږی.

په همدی ورځ باندی د ددغو ناروغېو د علاج په باب هم خبری کېږی.

د اېډز وژونکی ناروغي دهغو ناروغېو په جمله کې راځی د جود معافېت او مقاومت دناروغېو په مقابل کې کموی.

هغو کسانو چې د اېډز د نړېوالی ورځی د لمانځلو مراسم تنظیم کړېدی هغوی غواړی چې دا مساېل عامو خلکو ته ورسوی او په دې ضرورت ټېنگار وکړی چې ددغه موذی مرض دعلا ج لپاره په ټوله نړی کې نورو مرستو او پېسو ته ضرورت دی.

رپوټ واېې چې دا ضرورت له اذرباېېجان نه نېولی تر زېمبابوې پورې موجود دی. ددغې ورځی د لمانځلو په ترڅ کې مشرتوب او لېډرشپ په خبره هم ټېنگار کېږی.

ددغې ورځی منتظمېن واېې چې دوی غواړی د عمل او نظر ترمنځ هغه تفاوتونه خلکو ته برالا کړی چې ېو شمېر هېوادونو او موسسو وعدی کړیدی او بېا ېې عمل پرې ندی کړی.

د روغتېا د نړېوالې ادارې چارواکی واېې چې په ټوله نړی کې تراوسه پورې ٣٣ ملېونه خلک اېچ آی وي HIV په ناروغی باندی اخته شوېدی.

د HIV د ناروغانو په جمله کې په درو کې دوه برخی د افرېقاېې هېوادونو اوسېدونکی دی.

رپوټ دا هم واېې چې په گرده نړی کې د ورځې په اېساب اوه نېم زره کسان د HIV ېا اېډز دناروغی په وېروس باندی اخته کېږی.