د عبادتځای د عکس خپرولو ایرانۍ ورځپاڼه بنده کړه

ایران هغه ورځپاڼه بنده کړه چی د بهایانو عقیدی ته مربوط د عبادت ځای یو عکس یی پخپله ګڼه کی خپور کړی و. دا ورځپاڼه په هغه هیواد کی تر ټولو مشهوره ورځپاڼه وه.

د ایران مطبوعاتو ویلي دي د هغه هیواد مطبوعاتي څارونکي اداری د همشهري په نامه هغه ورځپاڼه بنده کړه چی دا عکس یی هندوستان ته د سیاحت د یوه اعلان په خاطر خپور کړی و.

د ایران شعیه مذهبه مسلمانان د بهایي عقیده نه مني او د دی نه وړاندی د دغی عقیدی څو تنه پلویان یی په دار ځړولی و.