د اقلیم بدلون د انسانانو روغتیا ته گواښ

د روغتیا د نړیوالې ټولنې عمومي مشرې مارګریت چان خبرداری ورکړی چې د نړې د اقلیم بدلون د عامو خلکو د روغتیا لپاره تر ټولو ستره او زیاتیدونکې ستونزه ده.

هغه وایي چې د دغې ستونزې له امله به ډیری خلک په مخ پر ودې هیوادونو کې زیانمن شي.

د روغتیا د نړیوالې ټولنې عمومي مشره مارګریت چان وایي پدې ډیره خواشینه شویده چې د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې د نړۍ د اقلیم د بدلون په اړه کومه موافقه ونشوله.

خو هغه وایي چې ځیني نور داسې اقدامات شویدي چې د هغې پر عقیده کیدی شي له مخې به یې په پای کې د نړۍ د اقلیم د بدلون مخه ونیول شي.

میرمن چان وایي د نړۍ د اقلیم او روغتیا تر منځ په ښکاره ډول اړیکې شته دي. د مثال په ډول هغه وایي چې د نړۍ د اقلیم له وجې به په ځینو هیوادونو کې خلک د اوبو د زیاتوالي له امله او په ځینو نورو هیوادونو کې به بیا خلک د اوبو د کموالي له وجې سخت په تکلیف شي. هغه وایي چې په یو شمیر هیوادونو کې به د زیاتو سیلاونو له امله خلک په زیاته اندازه ناروغه شي او ځیني نور به یې پدغو سیلاونو کې لاهو شي. هغه وایي چې پدې سره به اوبه ناولې شي او له امله به یې د کولرا او نس ناستې په شان ناروغۍ راپیدا شي.

له بلې خوا میرمن چان وایي چې د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې به د اوبو د کموالي له امله زیاته وچکالي رامنځته شي او پدې سره به د خلکو په حاصلاتو زیاته اغیزه ولري.

"زمونږ پیشګویي دا ده چې په راتلونکو شلو نه د دیرشو کالونو پورې که چیرته دا حالات همداسې مخ په خرابیدو وي نو پدې سره به د کرهڼې په سکتور او په افریقا کې به په حاصلاتو کې تر پنځوسو فیصدو پورې لږوالی راشي. که دا خبره ریښتیا شي نو له امله به په زیاته اندازه ولږه او خوارځواکي رامنځته شي".

ساینس پوهان وایي چې د نړې اقلیم په تدریجي ډول مخ پر تودیدو روان دی، خو هغوي وایي چې د فریکوینسي او شدت له مخې به په هوا کې ډیر زیاتوالی راشي. هغوي وایي چې د توپانونو، سیلاوونو ، وچ کالیو او ګرمیو اغیزې به زیاتې شي او د خلکو په ژوند به په پراخه توګه اغیزه ولري.

د روغتیا نړیواله ټولنه وایي چې د هوا د تودوخې له امله همدا اوس د میلونونو خلکو ژوند د خطر سره مخ دی. دغه اداره وایي چې شاوخوا درې نیم ميلیونه خلک هر کال د خوار ځواکۍ یا سوی تغذي پورې د تړلو ناروغیو له امله مري. د روغتیا نړیواله اداره وايي چې شاوخوا دوه میلونه خلک په نړۍ کې د نس ناستې پورې تړولو ناوغیو له امله مړه شویدي او تقریباً یو میلون خلک بیا د ملاریا د ناروغۍ نه مړه شویدي.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د روغتیا د نړیوالې ټولنې مشره میرمن مارګریت چان وایي چې د نړۍ د اقلیم د بدلون له وجې به دغه ستونزې دوه چنده شي.

"د هوا د تودوخې له امله به هغه حشرات زیات شي چې ناروغۍ له یوه انسان نه بل ته لیږدوي. او له همدې وجې پداسې ځایونو کې د ملاریا د غوماشو خبر ورکړ شویدی چې پخوا هلته هیڅ دغه حشره نه وه لیدل شوې".

د روغتیا د نړیوالې ټولنې مشره میرمن چان وایي چې د هوا بدلون یوه نړیواله آفت دی، او هیڅ یو هیواد به ترینه خلاص نه وي خلاص. هغه وایي چې د نړې ناچاره هیوادونه چې لا د مخه زیاتې ستونزې لري، د هوا د بدلون له امله به زیات اغیزمن شي.

چان وایي چې په مخ پر ودې هیوادونو کې به هم اساسي روغتیایي سیستم د زیات فشار لاندې راشي. هغه وايي چې د ناروغیو د زیاتوالي او نورو روغتیایي ستونزو سره د مجادلې په خاطر به هغوي پدې ونه توانیږي چې د ټولو ستونزو سره په یوه وخت کې هلې ځلې وکړي.