د کابل یو تاریخي اثر په نړېدو دی

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار په زړه کې د شېر دروازې غره پر سر غزېدلی تاریخي اثر چې د کابل زوړ دېوال په نامه یادیږي د نړېدو په حال کې دی. د پینځمې او شپږمې زېږدیزې پیړۍ دغه اثر شاوخوا ۵۰ سلنه نړېدلی او پاتې برخه یې د غره په ځینو سیمو کې د ځایي اوسېدونکو د کورونو له خوا محاصره شوې ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاواکي وايي چې د یاد اثر د بیا جوړونې چارې د بودیجې د کموالي له امله ندي پیل شوي‪.