په ننګرهار کې په نشو روږدي کسان ورځ تر بلې زیاتیږي

په ننګرهار کې چارواکي وايي دا مهال زرګونه کسان په نشو روږدي دي، خو د درمنلې لپاره یې کافي مرکزونه نشته.

په ننګرهار کې پر نشه يي توکو دروږدو کسانو شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او چارواکي وايي دغلته دمعتادینو ددرملنې شته مرکزونه بسنه نه کوي.

روغتیايي مسولین وايي، تر هغې،چې په لویه کچه ددغه سیمې دروږدو لپاره هڅې ونه شي،لنډ مهالې درملنه دومره اثر نه شي پريستی .

په ننګرهار کې دنشه يي توکو دروږو کسانو ددرملنې مرکز په تېرو دریو کلونو کې له ۲۰ بسترو ۱۰۰ ته زیات شوی؛ خو لاهم ګڼو معتادینو د درملنې لپاره نومونه لیکلي او نوبت ندی ور رسېدلی .

ددغه روغتون مشر ډاکټر وحید احمد حېدري امریکا غږ ته وویل؛ ځکه یې په ولایت کې دروږدو کسانو شمېره نه راکمیږي،چې دنشه يي توکو دخرڅلاو مخه نده نیول شوې.

هغه وايي په دغه ۱۰۰ بستریز روغتون کې هر معتاد دیوې نیمې میاشتې لپاره تر درملنې لاندې نیسي او اکثره تداوي یې په توصویوي بڼه تر سره کوي.

ډاکټر حیدري زیاتوي،چې لاهم ګڼ معتادین شته،چې ددرملنې لپاره یې نومونه لیکلي او نوبت ندی ور رسېدلی .

نوموړی پر امنیتي ادارو نیوکه کوي،چې دنشه يي توکو پر خرڅلاو یې هغسې،چې اړتیا ده بندیز ندی لګولی او روږدو کسانو ته دنشې پیدا کېدل هغه څه دي،چې تر درملنې وروسته بیا ځلې روږدي کېږي.

په ننګرهار کې دنشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې اداره هم دمعتادینو لپاره ددرملنې روانه پروسه داړتیا سره سمه بریالۍ نه ګڼي.

ددغه ادارې مشر محمد ادریس ساپی وايي که څه هم شته روغتون کې په ښه توګه درملنه کیږي،خو بریالۍ یې نه ګڼي.

په همدې حال کې دننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي په دغه ولایت کې د۲۰۰ سبترو په ظرفیت دمعتادینو لپاره جوړېدونکی کمپلکس به دروږدو کسانو ددرملنې ستونزې اوارې کړي.

دعامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي ددغه روغتون پنځوس سلنه چارې تر سره شوي او په بشپړېدو سره به یې دروږدو کسانو ددرملنې تر څنګ هغوی ته دکاروکسب دزده کړې مهاروته هم وروښيي.