کرېکټ:له سکاټلېنډ سره سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

په نوملړ کې شهزاد محمدي چې ډېر وخت په ملي لوبډلې کې نه و، هم شامل کړل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د را روانې جون میاشتې په لومړیو کې له سکاټلېنډ سره د څلور ورځنیو لوبو لپاره د ۱۴ کسانو نوملړ اعلان کړ.

په نوملړ کې شهزاد محمدي چې ډېر وخت په ملي لوبډلې کې نه و، هم شامل کړل شوی دی.

افغانستان د لویو وچو د څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې له سکاټلېنډ سره د جون په دویمه نېټه لوبه کوي اوټاکل شوې چې افغان لوبغاړي سبا پنجشنبه انګلېنډ ته روان شي چې هلته تر لوبې مخکې له موسم سره اشنا شي او تمرینونه وکړي.

افغان لوبغاړو په کابل او ننګرهار کې هم یو لړ تمرینونه کړي دي. افغانستان په دغو لوبو کې څو وارې سکاټلېنډ مات کړی دی.

د لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی دی خو، نوروز منګل، نبي عیسی خیل، جاوید احمدي، میرویس اشرف، سمیع الله شینواري او ناصر جمال هم په لوبډلې کې شامل دي. دوی هغه لوبغاړي دي چې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په یوې ورځنیو سیالیو کې هم ولوبېدل.

کیڼ لاسي توپ وهوونکي حشمت الله شهیدي، کیڼ لاسی تیز توپ اچوونکی سیید شیرزاد، یمین احمدزی،رحمت شاه، شبیر نوري او عزت الله دولتزی د لوبډلې نور غړي دي.

د لویو وچو سیالۍ

دا هغه سیالۍ دي چې د کرېکټ د نړیوالې شورا له لورې د دویمې او درېیمې درجې غوره لوبډلو ترمنځ په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کیږي، دغو سیالیو ته د کرېکټ په اصطلاح کې فرسټ کلاس هم وايي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې دا سیالۍ د ۲۰۱۵ کال په جون او اپریل کې پیل کیږي او د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې ختمیږي.

ټولې اته لوبډلې په کې برخه لري، افغانستان پر سکاټلېنډ سربېره، له اېرلېنډ، هالېنډ، متحده عربي امارات، نمیبیا، هانګ او پاپوا نیوګیني سره هم لوبې کوي.

افغانستان په ۲۰۰۹ کال د دغو سیالیو اتلولي کټلې وه، خو اوس دویم مقام لري.

د دغو سیالیو ګټې

د دویمې او درېیمې درجې پیاوړي هېوادونه چې د ټسټ او پنځو ورځنیو لوبو امتیاز نلري، د کرېکټ د نړیوالې شورا د څلورو ورځو لوبې کوي چې په اړوندو هېوادونو کې کرېکټ لا وده وکړي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د وروستۍ پرېکړې له مخې، د دغو روانو سیالیو اتله لوبډله د شورا له یو ځینو بشپړو غړو هېوادونو سره هم ټسټ لوبې وکړي، چې دا یو لوی پرمختګ بلل کیږي.