کرېکټ: افغانستان په فیلډینګ کې نوی کوچ وګماره

افغانستان دا مهال دوه نور نړیوال روزوونکي هم لري چې په توپ وهنې او توپ اچوونکې لوبغاړو ته لارښوونې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره یو نوی روزوونکی وګماره چې په فیلډینګ یا توپ نېونې کې لوبغاړو ته نوې سلا مشورې ورکړي.

نوی روزوونکی ریان مارون نومیږي او د جنوبي افریقا د کورني کرېکټ پخوانی لوبغاړی دی.

د جنوبي افریقا لوبډله په نړۍ کې د فیلډینګ یا توپ نیونې له اړخه مشهوره لوبډله بلل کیږي او ښه فیلډران لري.

ښاغلی مارون به په متحدو عربو اماراتو کې له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای کیږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي روزوونکي ریس احمدزي امریکا غږ ته وویل " په داسې یو حالت کې چې افغانستان له نیوزلینډ، اماراتو سره لوبې لري او بیا نړیوال جام ته ځي، د ریان مارون ګمارنه ډېره اغیزناکه ثابتېدی شي، په خاص ډول ځوان لوبغاړي به د هغه له تجربو نه ډېره ګټه واخلي."

د افغانستان کرېکټ بورډ د نوي رورزوونکي په اړه ډېر جزییات ورکړي نه دي.

ښاغلي احمدزي وویل افغان لوبغاړي په توپوهنې، توپ اچونې او فیلډینګ درې واړو کې ښه دي، خو د داډول تجربه لروونکو روزونکو شتوالی د لوبغاړو ځینې کوچنۍ تېروتنې سمولی شي.

ریان مارون په برتانیا، هالینډ او ډنمارک هم له ځینو سیمه اییزو لوبډلو سره روزوونکی پاتې شوی دی .

افغانستان دا مهال دوه نور نړیوال روزوونکي هم لري چې په توپ وهنې او توپ اچوونکې لوبغاړو ته لارښوونې وکړي.

افغان لوبغاړي دا مهال په متحدو عربو اماراتو کې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو په چمتوالي بوخت دي .

دوی به د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه د نیوزلینډ له الف لوبډلې سره یو دوستانه لوبه وکړي او بیا به د متحدو عربو اماراتو سره څلور یوه ورځنۍ سیالۍ کوي .

د ډېرو په بارو افغان لوبغاړي چې اوس د نړیوالو لوبو پراخه تجربه لري، داسې روزوونکو ته اړتیا لري چې د دوی په فکر او دماغو باندې کار وکړي داسې چې دوی په فکر لحاظ داسې وروزوي چې د نړۍ د هرې پیاوړې لوبډلې سره په ارام فکر لوبه وکړی شي.