افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو اتلولي وګټله

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو اتلولي وګټله

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په تايلينډ کې د روانو اسيايي سياليو په پاى لوبه کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتل شو.

دغه سيالۍ لس ور‌ځې مخکې د تايلينډ په پلازمېنه بنکاک کې پيل شوې، چې پکې د اسيا لسو هېوادونو برخه اخيستې ده.

له ١٩ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي هستي ګل عابد وايي چې نن افغانستان په پاى لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه،چې د افغانستان لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د٢٠١ منډو هدف وټاکه.

هستي ګل وويل ، چې نيپال دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٣٩ منډو وسوځېدله.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري نجيب الله ځدراڼ له ښه توپ وهونې وروسته ښه توپونه هم واچول او د نيپال درې لوبغاړي يې وسوځول.

دى وايي، چې دغه راز شېرشېرزي او ا فتاب عالم هم د نيپال دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول رييس احمدزي په وینا چې افغان لوبغاړي نن د کرکټ لوبې په هره برخه کې ښه وځلېدل.

هغه زياته کړه، چې نيپال په ګروپي لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه او د لوبغاړو مورال يې ډېر اوچت و، خو بيا هم افغان لوبغاړو ورته ماتې ورکړه.

احمدزي وويل ، چې له دې بريا سره به ځوان افغان لوبغاړي وکولى شي، چې په راتلونکيو نړيوالو سياليو کې په لوړ مورال لوبه وکړي او خپلو سياليو ته ماتې ورکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود د تايلينډ په لوبو کې د ځوانانو لوبډلې په بريا او اتلولۍ ترلاسه کولو لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.

نوموړی زیاتوي چې افغان لوبغاړو، چې پخپل هېواد کې دلوبو او تمرينونو لپاره د نورو هېوادونو په څېر اسانتياوې نه لري، خو بيا هم د هغه استعداد له امله ، چې دوى يې لري، له خپل ځان څخه تکړه لوبډلو ته يې ماتې ورکړه.

افغانستان له دې مخکې په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ او په ګروپي سياليو کې يې له عمان ، متحده عربي اماراتو او کوربه هېواد تايلينډ څخه يې خپلې لوبې ګټلې وې، خو له نيپال څخه يې ماتې خوړلې وه.

ددې سياليو په الف ډله کې هانګ کانګ، قطر، ماليزيا، سنګاپور او بحرين او په ب ډله کې افغانستان ، نيپال ، متحده عربي امارات ، عمان او تايلينډ شامل دي.

دغه سيالۍ د ١٩ کلونو لوبډلو د نړيوال جام دغوراوي سياليو يوه برخه ده ، چې له دې څخه افغانستان او نيپال په نړيواله کچه د غوراوي سياليو ته لاره مومي.