د مرستو کمېدو په افغانستان کې ۸۰۰۰ ماین پاکوونکي بې روزګاره کړي - راپور

په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو پروګرام چې شاوخوا ۳۲ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا پیل شوی، اوس هم په دغه هیواد کې روان دی.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو چارواکي وايي، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۸۰۰۰ ماین پاکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د 'ایم ډي سي' په نوم د ماین پاکۍ د موسسې رئیس شهاب حاکیمي امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې په تیرو کلنو کې د ماین پاکۍ په پروګرام کې ۱۵۰۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس یې شمېر ۷۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.

ښاغلي حکیمي وویل: "د بودیجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ د موسسو فعالیتونه محدود شوي دي او د ماین پاکۍ په پروګرام باندې یې سخت منفي تاثیر کړی دی."

د 'ایم ډي سي' د موسسې رئیس وايي، چې د امریکا د متحده ایالاتو پرته، چې لا هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام سره مرستې کوي، نورو مرستنیدویه هیوادونو ددغه هیواد د ماین پاکۍ پروګرام سره مرستې بندې کړي دي.

ښاغلي حکیمي وویل: "څنګه، چې پخوا مختلفو هیوادونو خصوصآ اروپايي هیوادونو او جاپان په دې برخه کې ډیر فعال وو، مرستې یې رالیږلې، مګر دوی اوس پیسې نه ورکوي، یوازې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام مختلفو ملي او نړیوالو موسساتو ته پیسې ورکوي چې خپل فعالیتونه پرمخ وړي."

مسولین وايي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدو په افغانستان کې د ماین د قربانیانو په اړه د معلوماتو په ټولولو او د افغان ماین پاکانو د همغږۍ د مرکز په فعالیتونو (ډي ایم آی سي) باندې هم اغیزه کړې ده.

حکیمي د افغان ماین پاکانو د همغږۍ د مرکز فعالیتونه مهم ګڼي او وايي، چې که چیرې دا همغږي نه وي نو په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام غیر ممکن دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماین پاکۍ د پروګرام د یو راپور له مخې، واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه په افغانستان کې د ماین په چاودنو کې هره میاشت په اوسط ډول ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله رسیدله. خو اوس مهال د ماین پاکۍ پروګرام سره د مالي مرستو د کمیدو له امله د ماینونو په چاودنو کې د تلفاتو په اړه د معلوماتو د ټولولو پروګرام هم اغیزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په اوږدو کې د ماین په چاودنو کې یوازې د ۱۸۸ تنو ته د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی. ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د ماین د چاودنو د تلفاتو شمېر ۱۱۴۴ تنه ثبت شوی و.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د ماینونو د پاکولو د چارو ریاست هم وايي، چې د نړیوالو مرستو کمیدو د دوی په پروګرامونو ناسمه اغیز کړې ده او د ماینونو په چاودنو کې د قربانیانو په اړه د معلوماتو د راټولولو پروګرام ته یې ډیر زیان رسولی دی.

په افغانستان کې د ځمکې د ماینونو څخه کار اخیستل د ۱۹۷۹ کال په وروستیو کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته پیل شو. پوځي ډلو هغه مهال په هیواد کې د ماینونو د مختلفو ډولونو څخه د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کار اخیسته، چې د کارپوهانو په باور، دا لړۍ لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو پروګرام چې شاوخوا ۳۲ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا پیل شوی، اوس هم په دغه هیواد کې روان دی.