په ختیځو ولایتونو کې د زده کوونکو نجونو شمېر زیات شوی

نجونو ته د زده کړې د ښه چاپېریال برابرول، په دارالمعلمینونو کې د هغوی د شمېر د زیاتوالی یو مهم لامل بلل کیږي.

د افغانستان په ختیځ کې د پوهنې د برخې چارواکي وايي یوازې سږ کال تر ۲۰۰۰ زیاتې نجونې په دارالمعلمینونو کې جذبې شوې چې دا د مخکنیو کلونو تر شمېرې څو برابره لوړه ده.

ویل کیږي د نورو کلونو په پرتله سږ کال په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د زده کوونکو نجونو شمېر پام وړ زیات شوی دی.

د چارواکو په خبره په روان کال کې تر ۲۰۰۰ زیاتې نجونې، په ننګرهار، کونړ، لغمان او نوروستان ولایتونو کې دارالمعلمینونو ته جذبې شوي دي.

د ننګرهار د دارالمعلمین مشر محمد داود ابراهیم خیل وايي چې دارلمعلمینونو ته د جذبو شویو نجونو شمېر ۶۰ فیصده زیات شوی دی.

د تعلیم په برخه کې د کورنیو د عامه پوهاوي زیاتوالی، د یو شمېر فرهنګي او ټولنیزو خنډونو لېرې کول او ښځو ته د زده کړې د ښه چاپېریال برابرول، په ختیځو ولایتونو کې د زده کوونکو نجونو د شمېر د زیاتوالي مهم لاملونه بلل کیږي.

د ننګرهار د دارالمعلمین یوه زده کوونکې اولیا وايي ټولګیوال یې ټولې نجونې دي او کورنۍ یې هم د هغې له زده کړو سره کومه ستونزه نه لري.

یوه بله زده کوونکې شبانه بیا وايي چې د هلکانو او نجونو د درسي خونو جلا کولو، ډېرې کورنۍ وهڅولې چې پر خپلو نجونو لوړې زده کړې وکړې.

د لغمان د دارالمعلمین یوې زده کوونکې چې خپل نوم یې وانخیست، د امریکا غږ اشنا ته وویل چې اوس ډېرې کورنۍ غواړې خپلې لورګانې ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي، دا وايي پلار وهڅوله چې لوړې زده کړې وکړې.

چارواکي هیله مند دي چې د زده کوونکو نجونو شمېر لا پسې ډېر شي، د پوهنې مسوولین وايي دا مهال په ننګرهار کې شاوخوا ۱۶۰۰، په کونړ کې ۵۰۰، په لغمان کې ۶۰۰ او په نورستان کې۱۰۰ نجونو په دارالمعلمینونو کې په زده کړو بوختې دي.