افغان حکومت وايي د لومړي دور انتخاباتو تجربو ته په کتو یې، د دویم پړاوو ټاکنو لپاره یې نوي امنیتي پلانونه جوړ کړي دي .
په همدې حال کې د یکشنې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وشوه چې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو امنیت ټینګ او خلکو ته د رایې اچونې ښې زمېنې برابرې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي هیله ښيي چې د نوي پلانونو او پروګرانو په عملي کولو سره به د دویم دور انتخاباتو امنیت ، تر لومړي دور هم ښه ونیول شي .
د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ اشنا ته وویل د نوي امنیتي پلان له مخې به د انتخاباتو په ورځ په لسګونه زره پولیس پر دندو ګمارل کیږي.
هغه زیاته کړه « په لومړي دور انتخاباتو کې مو کم پولیس پر دندو ګمارلي و او زیات مو احتیاطي ساتلي و، خو په دویم دور کې به ډېر پولیس پر دندو ګمارو او لږ به احتیاطي ساتو. موږ خپل کلک تدابېر نیولي دي، خو بیا هم په امنیتي پیچلو حالاتو کې وړاندوینه سخته وي، هڅه به مو دا وي چې دښمن خپل هدف ته ونه رسیږي.»
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي د ټاکنو پر امنیتي پلانونو یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او هغوی ورته د انتخاباتو د امنتیت ساتلو ډاډ ورکړی دی .
د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزرارتونو او ملي امنیت له چارواکو سره ،د خپلې ناستې نور جزییات ورکړل.
هغه وویل « د انتخاباتو کمیسیون د دریو امنیتي ارګانونو چارواکي وربللي و او د انتخاباتي مرکزونو د امنیت په اړه مو ورسره تفصیلي خبرې وکړي. دوی ژمنه وکړه چې د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره به د انتخاباتو امنیت ښه وساتي او خلکو ته به د رايي اچونې ښې زمینې کړي. »
په لومړني دور انتخاباتو کې د رایي اچونې په مرکزونو کې د ځینو امنیتي چارواکو د لاسوهنې او مداخلې راپورونه ورکړل شوي و، خو ښاغلی نور وايي دا وارې یې یو داسې نوی پلان جوړ کړی چې له مخې به یې تر ډېره حده په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو لاسوهنه بنده کړي.
ښاغلی نور وایي « باید د امنیه قومندانان، د ولسوالیو قومندانان، د امنیت منصوبین او ملي اردو چارواکي او سرتیري باید په دغې پروسې کې مداخله ونکړي. د ټاکنو کمیسیون له امنتیتي ځواکونو غوښتي چې د ټاکنو په ورځ دې دننه د رايې اچونې په محلاتو کې حضور ونلري، دوی باید د رایې اچونې د مرکزونو سل مېتره لېرې د محلونو امنیت وساتي. »
ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د شنبې په ورځ د جون په ۱۴ نېټه ترسره شي چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی به په کې له یوبل سره سیالي کوي.
وسله والو طالبانو وار د مخه د دغو ټاکنو د ګډوډولو خبرداری ورکړی دی .
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د دویم دور انتخاباتو لپاره یې پنځلس میلیونه رايې پاڼې چاپې کړي دي او د ټاکنو په ورځ به د رایې اچونې شاوخوا شپږ زره مرکزونه خلاص وي.