درې سروې ګانې وایي احمدزی تر عبدالله مخکې دی

درې سروې ګانې چې امریکایي او افغان ادارو کړیدي څرگندوي چې اشرف غني احمدزی تر عبدالله عبدالله زیاتې رایې ترلاسه کړې دي.

د ګلیوم څیړنیز مرکز او د آسیا د نوښت، څیړنې او ارتباطاتو ادارې چې مرکز یې په کابل کې دی، مخامخ یې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د رایې ورکوونکو سره خبرې کړي او د مرکو له مخې یې دا معلومات راټول کړیدي.

په سروې کې ښودل شویده چې ٥٣ په سلو کې خلکو د جمهوري ریاست کاندید محمد اشرف غني احمدزي او ۴٧ په سلو کې عبدالله عبدالله ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دویم پړاو کې رایې ورکړیدي.

په دریمې سروې کې چې د پژواک خبري اژانس کړیده، ٥٢ عشاریه ۴٥ په سلو کې اشرف غني احمدزي او ۴٧ عشاریه ٥٢ په سلو کې رایې عبدالله عبدالله ګټلي دي.

د سروې ګانو د نتیجې په اړه دواړه کاندیدان بیلا بیل نظرونه لري. د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي مبارزې ویاند فضل الرحمان اوریا د امریکا غږ سره په مرکې کې د دغو سروې ګانو نتیجې په بشپړه توګه رد کړلې او وايي چې "دا سروې ګانو هغو ادارو کړیدي چې یا د اشرف غندي احمدزي او یا دهغه د ټیم د غړیو ملګري پکې کار کوي."

اوریا وایي دې ډول سروې ګانو ته په اوس وخت کې ضرورت نشته دی " د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم پړاو هم د لومړي هغه په شان ډاکټر عبدالله عبدالله ګټلي دي."

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي عبدالله د قوله لیکلي دي چې "ډاکټر اشرف غني احمدزي د هغه نه یو میلیون زیاتې رایې ګټلي دي" خو ښاغلی اوریا بیا وایي چې د ښاغلي عبدالله هدف دا و چې د اشرف غني احمدزي "یو میلیون رایې" تقلبي دي.‌

فضل الرحمان اوریا همدارنګه د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په مشر احمد یوسف نورستاني او د همدې کمیسیون د دارلانشا په مشر ضیاالحق امرخیل تور ولګاوه چې "درغلیو ته یې زمینه مساعده کړیده".

اوریا وایي که چیرته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون او د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون لخوا د انتخاباتو هر ډول پایلې اعلان شي، هغوي به یې تر هغې ونه مني چې شرطونه یې نه وي منل شوي.

هغه زیاته کړه "د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د مشر دنده دې وځنډول شي. دویم دا چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني ویلي دي دا ځل ۳۸ په سلو کې میرمنو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه او ټول ټول د ۷ میلونو نه زیاتو خلکو رایې ورکړیدي چې د اټول تقلب ته زمینه مساعده کوي.‌"

خو بل پلو بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر ښاغلي نورستاني په کابل کې په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل "هر څوک که زمونږ په کمیسیون باندې انتقاد لري، باید چې مونږ ته شواهد او اسناد وړاندې کړي."

په عین حال کې د اشرف غني احمدزي ټیم وایي هغوي د انتخاباتو په دویم پړاو کې مخکې له مخکې د خپلې کامیابۍ خبره نکوي او وایي " دیته انتظار کوو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو اوریدو کمیسیون لخوا د بریالي کاندید اعلان وشي. "

د دې ټیم یوه ویاند عباس نویان امریکا غږ ته وویل "که چیرته د کمیسیون لخوا ښاغلی عبدالله د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لومړي مبارکي به ورته د هغوي د تیم لخوا وویل شي."

سره لدې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ویلي دي د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم پړاو د لومړي هغه په پرتله شفاف و او هم پکې زیاتو خلکو برخه اخیستې وه خو د عبدالله عبدالله ټیم بیا په کمیسونونو انتقاد کړی او وایي په دومره اندازه خلکو په انتخاباتو کې برخه نه وه اخیستي لکه څومره چې کمیسونونه یې وایي.

کارپوهان، د پارلمان غړي او قومي مشران بیا د دواړو کاندیدانو نه غواړي چې د خلکو رایو ته دې درناوی وکړي.

د خلکو سره دا اندیښنې هم پیدا شویدي چې ښایي د جمهوري ریاست کاندیدان به د انتخاباتو نتیجه ونه مني.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څار د سازمان مشر جانداد سپین غر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نه غواړي چې د نتیجو په اړه پریکړې دې د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو نه وروسته وکړي.

ښاغلی سپین غر همدرانګه امریکا غږ ته وویل چې "زمونږ د لومړنیو معلوماتو نه څرګندیږي چې د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله په دویم پړاو کې د درغلۍ اندازه لږه وه."