کمیسیون: نن یکشنبه په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو بهیر پيل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وايي، په اوو ولایتونو کې د دغه کمیسیون د دفترونو مخې ته د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو له خوا د اعتراضونو د پای ته رسیدلو وروسته نن د یکشنبې په ورځ په دغو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو او تفتش بهیر پیل شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو ویاند میرزا محمد حقپرست نن یکشنبه د «لېندۍ پر۲۴مه»امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه د دغه کمېسیون کارکوونکي د کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي او د بیا شمیرلو او تفتش چارې په عادي ډول روانې دي.

ښاغلي حقپرست وویل:" هیله لرو، چې په ډیرو نږدې ورځو کې به په دې اوو ولایتونو کې د بیا شمیرلو او تفتش چارې بشپړې شي، چې له هغې وروسته به کمیسیون د خپل پلان او د ټاکنو د قانون له مخې قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي".

ښاغلي حقپرست وویل، چې په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو او تفتش بهیر د نوماندانو د استازو او څارونکو تر څارنې لاندې روان دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم پلویانو په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د شااوخوا درې سوه زره رایو د بیا شمیرلو د پریکړې سره د مخالفت له امله د ټاکنو کمیسیون دروازې وتړلې.

د دغه ټیم مشر د شنبې په شپه له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته دې اجازه ورکړي، چې په اوو ولایتونو کې د دغه کمیسیون بند دفترونه دې نن د یکشنبې په ورځ پرانیځي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې په دغو اوو ولایتونو کې د ۱۳۷۹محلونو رایې بیا شمیرلو ته اړتیا لري.

په دغو او ولایتونو کې پنجشیر، سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب او جوزجان شامل دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د پلویانو له خوا د شااوخوا یوې میاشتې لپاره په دغو ولایتونو کې د دفترونو د دروازو د ټړلو له امله د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې ورځې د لومړنیو پایلو اعلان هم ځنډیدلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له وړاندې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو او تفتش بهیر بشپړ کړی دی.