د کورنیو چارو وزارت: د رائیو ٨١٣ مرکزونه به تړلي وي

د کورنیو چارو وزارت وايي، راتلونکې شنبې د ټاکنو په ورځ به په ټول افغانستان کې د رائیو ورکولو ۸۱۳ مرکزونه غیر فعال وي چې دلیل یې ناامني او سختو لارو شتون دی.

د ټاکنو د امنیتي کمیسیون مشر جنرال سالم احساس د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له اړخه ورته د رائيو ورکولو د ۷۱۶۹ مرکزونو د امنیت د ساتلو لست سپارل شوی و.

خو جنرال سالم احساس وایي، له دغو مرکزونو له جملې څخه دوی د ۶۳۵۶ مرکزونو امنیت ساتلی شي، او د رايي ورکوونکو په مخ به پرانستي وي.

جنرال احساس پدې تړاو چې تړل شوي مرکزونه په کومو ولایتونو کې دي وویل ‪"په ټول افغانستان کې داسې مرکزونه شته چې تړلي به وي، مونږ په بادغیس، غور، فراه، هرات، غزني، هلمند، ننګرهار، کنړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان کې د رايو مرکزونه تړلي دي.‪"

جنرال احساس وايي، د تړل شويو مرکزونو لست یې د سه شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاره او که هغوی ورته د ځینو مرکزونو د بیا پرانستې په هکله خپله غوښتنه تکرار کړي، دوی به د عملي کولو هڅه وکړي.

جنرال احساس وویل، د ټولو زونونو ارزونه یې کړې ده، او هغه تشې چې دوی د ټاکنو په لومړي پړاو کې درلودې، په دوهم پړاو کې یې ډکې کړي دي.

جنرال احساس وایي، د ټاکنو په ورځ د ښځینه رايي ورکوونکو د امنیت ساتلو په موخه یې ۱۲۵۰۰ ښځینه کارکوونکې ګمارلي، روزلي او دوی به د ښځینه رايي ورکوونکو امنیت وساتي او د تالاشۍ چارې به یې په غاړه وي.

هغه وویل، درې سوه نورې ښځینه کارکوونکې به د تیارسۍ په حال کې وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په سرحدي سیمو کې د ناامنيو د شتون سره سره، دوی زیار باسي چې خلکو ته د ټاکنو په ورځ د ونډې اخېستو زمینه برابره کړي.