افغانې خبریالانې:په امریکا کې مو ډېر څه زده کړل

امریکا ته راغلې افغانې خبریالانې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره هم ولیدل

په کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت په مرسته یو شمېر افغانې ژورنالستانې امریکا ته راغلې چې، دلته د ښځو ژوند،حقونه او مدني مبارزې له نژدې وګوري.

په دغې ډلې کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د تلویزونونو، راډیوګانو ، مجلو او ورځپاڼو خبریالانې دې چې په لومړي ځل امریکا ته راغلې دي .

د دوی د سفر اصلي هدف، په امریکا کې چې د نړۍ یوه تر ټولو ډیموکراتیک هېواد بلل کیږي، د رسنیو د فعالیت او ازادۍ تر په ټولنې او سیاست کې د ښځو رول او ونډه ارزول او لیدل دي.
له مزار ښاره راغلې خبریالې سنیا ساپۍ امریکا غږ ته وویل:

( دغه سفر موږ ته ته له تجرتو ډګ و،افغانستان ته به په بېرته ورګرځېدو به خپلو خویندو او همکارانو ته ووایم چې په امریکا کې د ښځو لپاره پراخه ازادي شته، په ټولنې او سیاست کې ښه ونډه واخلي، هغوی ته به ووایم چې راځﺉ موږ هم له خپلو حقونو دفاع او د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه وکړو.)

بلې خبریالې مریم جبارخیل بیا په دې ټېنګار کاوه چې د ښځو ژوند سره له دې چې په امریکا سخت دی، خو ازادي هم ډېره لري.

نوموړې وویل ( زما لپاره دغه سفر ډېر جالبه و، کورنۍ مې ولیدلې، د مدنې او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې مې ولیدلې،همدغه راز د امریکا ددفاع وزارت پنټګان ودانۍ چې، ما په خپله په خبرونو کې ډېره یاده کړې او اوریدلې ده، ولیدله، زه چې بېرته افغانستان ته لاړه شم، خپلو وروڼو او سیاستوالو ته به ووایم چې موږ ته زموږ هغه حقونه راکړﺉ چې اسلام راکړي دي. )

د افغان ښځینوو خبریالانو دغې ډلې ته د ځینو امریکايي رسنیو دفترونو کې له ښځو سره د لیدو کاتو ترڅنګ، له ځینو امریکايي ښځمنو فعالانو، سیاستوالو او امریکايي کورنیو سره هم لیده کاته کړي دي .
دوی ته په واشنګټن او د امریکا په ځینو نورو ښارونو کې مهم او تاریخي ځایونه هم ښودل کیږي .
د افغان خبریالانو دغه ډله په واشنګټن کې د اشنا راډیو تلویزون دفتر ته هم راغله وه.