افغانستان د انټرنیټ د پراختیا تکل لري

افغان چارواکي وايي دا مهال سم نیمايي افغانان انټرنیټ ته لاس رسی لري

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت چارواکي وايي چې اوسمهال ۵۰ سلنه افغانان د انټرنیټ خدمتونو ته لري او په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به د افغانستان ټولو ولایتونو ته انترنټ ورسول شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویاند نصرت الله رحیمي امریکا غږ ته وویل چې مخابراتو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی او په دې برخه کې د سیمې له هیوادونو سره سیالي کوي خو د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی نه دی او له اتو میاشتو راهیسې هڅې روانې دي چې معلوماتي ټیکنالوژۍ ته د افغانستان په کچه وده ورکړي.

هغه وویل "اته میاشتې کیږي چې موږ د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې یو معینیت رامنځ ته کړی دی چې پخوا ریاست وو، موږ غواړو چې معلوماتي ټیکنالوژۍ ته هم په افغانستان کې وده ورکړو، همدغسې چې مخابرات پر مخ تللي دي همدغسې معلوماتي ټیکنالوژي هم په افغانستان کې وده وکړي، د انترنټ د پوښښ ساحه د ۳جی په واسطه پر مخ بیول شوې، تر څنګ یې نوري فایبر چې د مخابراتو، ټیکنالوژۍ او انترنټ لوی حامي دی هغه هم ۲۳ ولایتونو ته رسیدلی دی او موږ غواړو چې ټول ولایتونه د انترنټ د خدمتونو تر پوښښ لاندې راولو، په ظرف د یو نیم کال کې به موږ وتوانیږو چې د هیواد ټولو ولایتونو ته انترنټي خدمات ورسوو."

دغه راز، ښاغلي رحیمي وویل چې ډير ژر به په افغانستان کې د ۳جي انترنټ خدمتونو تر څنګ ۴جی انترنټ چې زیات چټک او د لوړ سرعت درلودونکی انترنټ دی، هم وارد شي.

هغه داسې وویل "موږ غواړو چې په افغانستان کې ۳جی په مکمل ډول تجربه شي، ټولو ولایتونو ته ورسیږي، کیفیت یې لوړ شي، قیمتونه یې راټیټ شي خو تر څنګ یې موږ په ۴جي باندې هم کار روان کړی دی او ډیر ژر به موږ پر دې وتوانیږو چې د ۳جي تر څنګ په هغه صورت کې چې له ۳جي نه زموږ ټول هیوادوال راضي وي ۴جي به هم افغانستان ته راځي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مسؤلینو پر وینا د ۳جي انترنټي خدمتونه چې د مخابراتي کمپینو له خوا برابر شوي د افغانستان ۲۴ ولایتونو ته رسول شوي او په همدې توکه د نوري فایبر انترنټ بیا ۲۳ ولایتونو ته رسیدلي دي.

دغه مسؤلین وايي چې اوسمهال ۵۰ سلنه افغانان انترنټ ته لاسرسی لري چې دوه نیم میلیونه یې په مستقیم ډول د اینټرنیټ له خدمتونو څخه کار اخلي.

۳جي انترنټ چې اکثره په ګرځنده ټیلیفونونو کې ترې کار اخیستل کیږي شاوخوا درې کاله مخکې افغانستان ته وارد شو.

د ۳جی د انترنټ خدمتونو افغانانو ته دا زمینه برابره کړه چې د خپل ګرځنده ټیلیفون له لارې له چټک اینټرنیټ سره وصل او د څو رسنیزو یا ملټي میډیا له غږیزو او انځوریزو خدمتونو څخه ګټه واخلي. په دې برخه کې د فیسبوک په نوم ټولنیزه رسنۍ په افغانستان کې زیات کاروونکي لري چې نږدې یو میلیون افغانان یې کاروي.