لس کلنه خوستۍ د کورنۍ د پالنې لپاره بوټونه رنگوي

لس کلنه بخت زمینه د خوست د مرکز اوسیدونکې

شاوخوا لس کلنه بخت زمينه د خوست د مرکز اوسېدونکې ده.

بخت زمینه له تېرو دوو کلونو راهيسې په خوست ښار کې بوټونه او څپلۍ پالش کوي.

بخت زمينه وايي، وروڼه نه لري او پلار يې ناروغ دی. هغه زياتوي، چې د کورنۍ زياتره اړتياوې ددې پرغاړه دي او د خپلې کورنۍ د خرڅ او خوراک لپاره مجبوره ده چې د بوټونو د رنگولو وظیفه پرمخ بوزي.

د بخت زمینې په هکله امريکاغږ د خبريال ابراهيم رحيمي ویدیو دلته کتلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

لس کلنه بخت زمینه او د بوټونو پالیش