د افغانۍ نرخ د ډالرو په مقابل کې رالویدلی

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بې ساري ډول افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ټیټه شوې ده.

د دغې ټولنې ویاند حاجي ځیرک امریکا غږ ته وویل چې د دوشنبې د ورځې تر پایه یو ډالر د ۷۱ افغانیو او۷۰ پولو په مقابل کې تبادله کیده.

ښاغلي ځیرک وویل تېره ورځ د یوه ډالر بیعه د شل کمه ۷۲ افغانیو ته رسیده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې ۷۱ او یا له ۷۱ لږ وه.

ښاغلی ځیرک د نا امنیو تر څنګ د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټیدلو یو عمده لامل بیانوي.

"یو ځانګړی دلیل یې دادی چې د افغانستان بانک پخوا په اوونۍ کې درې ځلې مارکیټ ته ډالر عرضه کوله چې دا پروسه اوس دوه ځله شوې ده پخوا په یوه اونۍ کې ۸۰ تر ۹۰ میلیونو کیدل چې اوس ۴۰ تر ۵۰ میلیونو عرضه کیږي".

ښاغلي ځیرک وویل له تیر یو نیم کال راهیسي افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

دی وایي تیر کال همدا وخت یو ډالر ۶۶ یا ۶۷ افغانۍ تبادله کیده.

خو د افغانستان مرکزي بانک وایي چې د امریکا د اقتصاد وده ددې لامل شوې چې نه یوازې افغانۍ بلکې د یو شمیر نورو هیوادونو اسعار هم د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور امریکا غږ ته وویل دوې په دې موخه بازار کې مداخله کوي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانو له جدي نوسان څخه مخه ونیسي.

ښاغلي عاشور زیاته کړه مرکزي بانک ددې مخه نیسي چې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې، ناڅاپي په ډیره کچه ښکته نه شي.

"مرکزي بانک په مارکیټ کې مداخله کوي او د جدي نوسان مخه نیسي چې له جدي نوسان څخه مو تعریف دادی چې نه پریږدو چې یوه ورځ یو قیمت وي چې یو ورځ لس افغانۍ ډیر شوی بله ورځ دولس ډیر شوی بله ورځ بیا بیرته اته افغانۍ دا د پیسو تغیرات که تاسو وګورئ په مرور د زمان که په سیمه کې وګورئ په نورو بین المللي پیسو کې هم راغلي دي".

ښاغلي عاشور وویل مرکزي بانک په اونۍ کې دوه ځلې بهرنۍ پیسۍ د صرافانو او بازار د غوښتنې مطابق چې شمیر یې له شلو تر دیرش میلیونو ډالرو رسیږي بازار ته عرضه کوي.

ښاغلي عاشور زیاته کړه افغانستان یو وارداتي هیواد دی او تر ډیره بهرني اسعار د توکو د پیرلو لپاره بهر ته لیږدول کیږي.دی وایي برعکس د صادراتو کچه لږ او ناڅیزه ده چې نه شو کولای بیرته یې په مقابل کې اسعار ترلاسه کړو.