افغانستان او تاجکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول کیږي

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي چې دغه وزارت، تاجکستان سره د اوسپنې پټلۍ د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه هوکړه لیک پرون شنبه د جنورۍ ۴ د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې کې لاسلیک شوی او اوس مهال د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره تخنیکي ارزونې پیل شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي سینا سائد وویل: "دغه پټلۍ به د افغانستان مولانا جلال الدین محمد بلخي اصلي اوسپنې پټلۍ (کلخوز آباد) د شېرخان بندر له لارې د تاجکستان (پنج پایان) سیمې سره ونښلوي."

ښاغلي سائد وویل د دې پټلۍ اوږدوالی تر اوسه نه دې په ډاګه شوی او مالي لگښت به یې د ارزونو وروسته ښکاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د افغانستان حکومت د هرات- خواف د اوسپنې پټلۍ د لومړۍ برخې د ډیزاین او جوړولو هوکړه لیک هم د یوه قزاقستاني شرکت سره لاسلیک ګړ.

دغه پروژه چې د ۴۳ کیلو مترو په اوږدو کې اوسپنې پټلۍ جوړول دي نیږدې ۹۸ میلیونه امریکایي ډالر لگښت پرې راځي چې د افغانستان ملي بودیجې نه یې ملاتړ کیږي.

د چارواکو په وینا دغه پټلۍ به افغانستان د ایران د اوسپنې پټلۍ شبکې سره ونښلوي.

له دې مخکې افغانستان د منځني اسیا له لارې د چین سره هم د اوسپنې پټلۍ له لارې نښول شوی دی.

د افغانستان د ټولګټو وزارت (فواید عامه) ویلي چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې پینځه زره کیلو متره د اوسپنې پټلۍ وغزول شي.