تیر یو کال کې د نشه يي توکو مبارزه له ننګونو ډکه وه - کارپوهان

د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کیږي او ددې یو کال په اوږدو کې د کوکنارو کر په بي ساري ډول زیات شوی دی.

بزګرانو ته د بدیل معیشت اکثره پروژې درېدلې او د معتادینو د درملنې له نیمايي ډیر مرکزونه هم بند شوي دي، که څه هم طالبانو بیا د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی خو د بدیل معیشت د پروژو د تطبیق لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو په جلب ندي بریالي شوي.

د طالبانو د واکمنۍ په تیر یو کال کې افغانستان لا هم د نړۍ د نشه یې توکو لوی تولیدونکی هیواد دی.

د امریکا غږ د راپورونو له مخې، په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت اوج ته رسېدلی او حتی په هغو سیمو کې هم سږ کال کوکنار کرل شوي وو چې په تیرو شلو کلونو کې پکې کر نه وو شوی.

د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو ضد ادارې هم په خپل وروستي راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ پنځه میاشتې هم په بر کې نیسي ویلې چي، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ ۸۶ سلنه تاریاک په افغانستان کې تولید شوي او په همدې کال د افغانستان په تاریاکو کې ۸٪ زیاتوالی راغلی دی.

د تېر حکومت ځیني چارواکي طالبان د نشه یې توکو په مهار او د کروندګرو لپاره له نړیوالي ټولني څخه د بدیل کښت د مرستو په تر لاسه کولو کې پاتې ګڼي.

د تیر حکومت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، طالبان لا هم ندي توانیدلي چې د بزګرانو لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي. هغه وویل: طالبان تېر کال داسې وخت واکمن شول چې هغه وخت د کوکنارو کښت شوی وو، او طالبانو خپله هم اجازه ورکړې وه، نو ځکه دوی ونه توانیدل چې د کوکنارو د کښت مخنیوی وکړي، سږکال هم دوی د کوکنارو د کښت لپاره بدیل میکانیزم ندی وړاندې کړی او خلکو ته یې د بدیل معیشت توکي ندي ورکړي. د کرلو لپاره یې کوم بدیل میکانیزم نسته، بیا هم په هغه سیمو کې چې کوکنار کرل کېده لا هم سته.

په تېر جمهورې نظام کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د نشه یې توکو سره د مبارزې معینیت تر ۳۰۰۰ پورې ملکې او نظامي کارمندان لرل، چې کابو ۸۰۰ ځانکړي ځواکونه وو.

د زندانونو د مطالعاتو مرکز لیکې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۳۱ پورې د افغانستان په زندانونو کې ۲۸،۲۴۰ زندانیان و. د تېر حکومت یو چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دې زندانیانو کې ۸ سلنه د نشه یې توکو کاروباریان و چې د طالبانو په راتګ ټول له زندانه ازا شول.

مخکې د نشه یې توکو پر وړاندي د قانون تر څنګ عدلي او قضائي مرکز موجود وو چې د هر کال په جریان کې به یې ۱۰۰۰ د نشه یې توکو د متهمینو قضيې څېړلې، خو طالبان په داسې حال کې د نشه یې توکو پر کر او استعمال بندیز لګوي، چې تر اوسه کوم واضح قانون نشته او د دوئ له راتګه تر اوسه په بېلابیلو ولایتونو کې د نشه یې توکو کاروباریان نیول شوې، خو تر اوسه کومه علني محاکمه له کوم چا سره نده شوې.


طالبانو تر خپل حاکمیت ۸ میاشتي وروسته د اپریل په درېیمه نیټه د نشه یې توکو پر کر او استعمال د بندیز فرمان صادر کړ، خو ځیني افغان کروندګر د بدیل کښت د نه شتون په حالت کې د طالبانو پر فرمان سربیره بیا هم د کوکنارو د کر خبره کوي.

د فراه یو بزګر شیرخان وايي: طالبانو چې ویل کوکنار بند دي، یو دم یې قیمتونه لوړ سول، پخوا په شل زره په دیرش زره وه، اوس په دوه لکه دوه نیم لکه روپۍ دي، نو په دغه خاطر یې نه پریږدي ځکه بل څه نشو کولای له تاریاکو ماسیوا او بزګر یې پرېږدي نه کري یې“.

د کندهار یو اوسیدونکی اختر جان بیا پدې باوري دی چې تیر کال د دوی لپاره د کوکنارو د کښت لپاره ښه برابر وو. هغه وویل: ”په دې خاطر موږ دا تاریاک کرو پیسې یې پر یوه ځای دي، ګټه یې ډېره ده د غنمو او جوارو ګټه دومره نده، چې دوئ موږ ته په بدل کي شی رانکړي موږ مجبور یو تاریاک به کرو، که دوئ موږ ته بدیل کښت راکړي موږ بیا جواري او غنم کرو.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د تېر کال د نشه یې توکو د کښت مسوولیت خپل نه ګڼي، خو د راتلونکې لپاره د بدیل کښت او د نشه یې توکو په اړه د جدي بندیز خبره کوي.

بلال کریمي امریکا غږ ته وویل: د کوکنارو د کښت د منع کوم فرمان چې صادر شوی، تر هغه وروسته چا ته اجازه نسته چې په هیواد کې کوکنار وکري، البته د تېر کال مورد جلا دی، ځکه تر هغه وخته فرمان صادر سوی نه وو. زموږ هیوادوال چې د کوم اقتصادي ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، د هغه لپاره خو اول بدیل کښتونه شته، لکه مالوچ ، هنجه، زعفران او نور بدیل کښتونه شته چې کار ورباندي وشي، همدا رنګه پروژې دي چې د حکومت لخوا باید را منځته سي او خلک له ستونزو څخه خلاص شي.

طالبانو د نشه یې توکو د بندیز سره هممهاله له نړیوالي ټولنې وغوښتل چې د بدیل کښت په برخه کې د افغان کروندګرو لاسنیوی وکړي.

په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ ټول اقشار متضرر کړي، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام ادارې په یو بیان کې راغلې چې روان وضعیت ته په کتو به ۹۷٪ افغانان د ۲۰۲۲ تر نیمايي د فقر تر کرښي لاندې شې.

د نړیوالي ټولنې مرستې یوازي تر کروندګرو محدودې نه وې؛ بلکې ځینو دولتې او غیري دولتې موسسو د معتادینو په درملنه کې هم مرستې کولې، څه موده مخکې د طالبانو د رئیس الوزراء مرستیال سلام حنیفي ویلې و چې ۵ میلیونه افغانان په نشه یې توکو روږد دي.

په افغانستان کې ۸۸ د معتادینو د درملني مراکز و، چې د طالبانو په واکمنیدو سره تر نیمايي زیات د مالي ستونزو په وجه وتړل شول.

رپوټ: شمس ارین – امریکا غږ