د هند د کرکټ بورډ سکرتر انوراگ ټاکر ویلي چې هند تیار دی له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې هر ډول مرسته وکړي.
ښاغلي ټاکر د هند د خبري اژانس پرسټ ټرسټ اف انډیا سره مرکه کې ویلي چې افغانستان له دوی غوښتي وو چې د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د تمرینو او نورو نړیوالو لوبو د کوربتوب لپاره یو لوبغالی ورکړي او نور امکانات وربرابر کړي .
نوموړی وايي چې دوي په ډیرې خوشالۍ د افغانستان د کرکټ سره مرستې ته حاضر دي او غواړي افغان لوبغاړو ته د لوبو او تمرینونو زمینې برابرې او خپل وسایل یې په واک کې ورکړي،ترڅو کرکټ په افغانستان کې نوره هم وده وکړي.
د ښاغلي ټاکر نه دا پوښتنه وشوه چې ایا هند به د افغانستان د کرکټ سره مالي مرسته هم کوي؟ هغه وویل چې دا به د وخت او ضرورت په اساس کیږي او دوي منتظر دي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورنه څه ډول غوښتنه کوي.
دا وخت افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ سټیډیم د خپلو نړیوالو سیالیو د پاره د کورني میدان په توگه استعمالوي.
د یادونې وړ ده چې هند ته د افغانستان د ولسمشر د سفر په مهال هم د کرکټ موضوع یاده شویده او افغانستان چې د کرکټ په نړیوال جام کې گډون درلود نو د هند صدراعظم نریندرا مودي افغانستان د لوبېد له کبله ولسمشر غني ته ټیلي فون کې مبارکي ویلي وه.
افغانستان د هند دغه ګام وستایه
بلخوا د افغانستان دکرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق ستانکزي د هند لخوا د افغانستان کرکټ سره د هر راز مرستو ژمنه ستایلې ده او وايي چې د کرکټ د ودې دپاره به د هرې وسیلې او مرستې نه گټه اخلي
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق ستانکزی واېي چې دوي د یو شمیر خارجي ملکونو سره د کرکټ سیالیو د جوړلو دپاره اړیکې نیولي دي او د پاکستان لخوا ورته بلنه هم راغلې ده.
هغه وايي چې د میي د میاشت په اخر کې پاکستان د کرکټ بورډ مسولینو سره خبرې کوي او قوي امکان دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیالیو د پاره پلان جوړ شي.
ښاغلي ستانکزي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا نه هم د نامتو لوبغاړو یونس خان او عمر گل په گډون یو ټیم کابل ته را روان دی او هلته به د افغانستان د کرکټ ټیمونو سره سیالۍ کوي.