کرېکټ:عمان افغانستان ته حېرانوونکې ماتې ورکړه

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لومړنی شکست دی.

عمان د سکاټلېنډ په ګولډن لوبغالي کې د یوې په زړه پورې لوبې په پای کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د عمان دویمه او ستره بریا ده. دوی تېره ورځ هالېنډ ته هم ماتې ورکړې وه.افغانستان او هالېنډ دواړه د یوې ورځنیو لوبو امتیاز لري چې عمان یې نه لري.

افغانستان د لوبې پچه وګټله خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، چې غلطه ثابته شوه. ښايي د افغانستان د ماتې یوازینی علت د عمان د لوبغاړو ښه او په زړه پورې لوبه او بر عکس د افغان لوبغاړو خراب باولینګ او بېټنګ وو.

که څه هم د عمان د پيل لومړنی لوبغاړی ژر وسوځېد، خو نورو لوبغاړو یې ښې منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ چې، افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په اتلسو اورونو کې ۱۰۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي د عمان درې، افتاب دوه او میرویس اشرف یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان منډې

افغانستان د خپلو تېرو دریو لوبو خلاف نن د منډو ښه پیل نه درلود. محمد شهزاد محمدي او جاوید احمدي د افغانستان لپاره لوبه ډېره ورو پيل کړه او محمد شهزاد په ۲۸ منډو وسوځېد.

جاوید احمدي ۲۲، اصغر ستانکزی ۱۱، سمیع ۱۴، محمد نبي ۹، نجیب ځدراڼ دوه، شفیق الله شفق صفر، ګلبدین ۱۰، میرویس اشرف دوه او افتاب هېڅ منډې ونکړي.

په افغان لوبډله کې نن درې بدلونه راغلي وو، حمید حسن، دولت ځدراڼ، شرف الدین او نوروز منګل له لوبډلې کېنول شوي وو او د هغوی پر ځای، شاپور ځدراڼ، افتاب علم، ګلبدین نایب او جاوید احمدي لوبډلې ته راوستل شوي وو.

افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ له کاناډا سره لري.

جدول

افغانستان په خپل ګروپ کې په پنځو لوبو کې درې ګټلې، یوه یې بایللې او یوه یې مساوي شوې ده. افغانستان اووه نمبر لري او د جدول په سر کې دی خو یوه لوبه یې پاتې ده.

عمان بیا شپږ نمبرې لري او دوه لوبې یې پاتې دي. کینیا پنځه نمبرې لري او دوه لوبې یې پاتې دي.

سکاټلېنډ، هالېنډ څلور څلور نمبرې لري او دوه دوه لوبې یې پاتې دي.

د جدول د سر لوبډله مخامخ د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته لاره کوي او دویم نمبر لوبډله یې بیا د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته وځي چې نړیوال جام ته یې د ورتلو چانس ډېر کیږي.