د کرکټ مینه وال هند کې د افغانستان سیالیو لیدو ته ورځي

.

میرمن ټینکو راجیو گوپتا د هند په کلکته ښار کې د کلنو راهسې د سفري مشورو یو شرکت چلوي. هغې د تیرو څو کلنو راهسې افغانستان نه تداوۍ دپاره هند ته تلونکو افغانانو دپاره هم د خدمتونو لړۍ پیل کړیده. خو اوس ېې د خپلو افغان ملگرو سره په شریکه افغانستان کې د سپورټس ټورزم یا د سپورتي مسابقو د لیدو دپاره د مینه والو د رسولو او هغوي ته د امکاناتو برابرولو تجارت پیل کړیدی.

میرمن گوپتا غواړي د افغانستان او هند ترمنځ د ولسونو تگ راتگ زیات شي

میرمن گوبتا وايي چې په کابل کې زموږ یو دوست صفي الله نوشر په اصل کې دغه نظر راکړ چې د کرکټ نړیوال جام په هند کې کیږي، افغانستان هم پکې برخه لري نو ولې نه افغانستان نه د کرکټ مینه والو ته د دغو سیالیو د لیدو زمینه مساعده کړو. صفي الله نوشر د اپیکس ټو کلنسټنگ په نوم د شرکت مشر دی او هغه د میرمن گوپتا او نورو ملگرو سره د کرکټ مینه والو دپاره هند ته د تگ او هلته د افغانستان د سیالیو لیدو بندوبست پیل کړو.

میرمن گوپتا وايي چې موږ پیل د کرکټ نه کوو خو هر کله چې افغانستان نړیوالو سپورتي مسابقو کې گډون کوي نو موږ به ورته د سفري امکاناتو دپاره کار کوو. د هغې په نظر هند او افغانستان یو بل سره ډیر نیزدې اړیکې لري او افغانان چې د کرک سیالیو لیدو دپاره هند ته لاړ شي نو دغه دوستي به نوره هم قوي شي.

هند کې زرهاو افغان محصلین د خپل ملي ټیم هرکلي ته سترگې په لار دي

افغانستان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې په څلورم ځل برخه اخلي خو په هند کې نړیوالو سیالیو کې دا لومړۍ گډون دی او میرمن گوپتا وايي چې دا یوه تاریخي موقع ده او افغانان به حتما د خپل ملي ټیم ملاتړ دپاره کابل نه ناگپور ته لاړ شي. ناگپور د هند هغه ښار دی چرته چې افغانستان د نړیوال جام ابتدايي دریو سیالیو کې د سکاټ لینډ، هانگ کانگ او زمبابوې سره مخامخ کیږي.

میرمن گوپتا په افغانستان کې د کرکټ وده د افغانستان دپاره یو ستر زیری گڼي ،هغه وايی چې کرکټ د سولې پیغام خپروي او موږ د سولې د همدې پیغام د عام کولو دپاره خلکو ته بلنه ورکوو چې زموږ د خدمتونو نه دې گټه واخلي او هند کې دې خپل ملي ټیم سره اوږه په اوږه ودریږي. هغه د خپل یو بل افغان ملگري ثاقب نیاري یادونه هم کوي،ثاقب نیازی د مینې د خیریه ټولنې مشر دی او د کرکټ یو ملاتړ کونکی دی.

د میرمن گوپتا نه مو پوښتنه وکړه چې تراوسه څومره افغانانو د کرکټ د سیالیو لیدو دپاره هند ته تگ دپاره علاقمندي ښودلې ده. نو هغه وايي چې بلکل د فیسبوک او نورو لارو نه خلکو اړیکه نیولې ده او ډیر په لیوالتیا سره غواړي چې هند ته لاړ شي او د کرکټ په نړیوال جام کې د خپل ټیم ملاتړ وکړي.

افغانستان د کرکټ نړیوال جام لومړۍ سیالي د مارچ په اتمه نیټه ده

میرمن گوپتا هیله منده ده چې د افغانستان او هند ترمنځ چې د ملکونو په سویه او د دولتونو په سویه کومې صمیمیانې اړېکې دي هغه به د سپورتي سیالیو دپاره د ولسونو د تگ راتگ سره نورې هم قوي شي او هغه تاریخي رشته چې د پیړیو پیړیو راهسې روانه ده اوس به د کرکټ په میدانو او د هند په تاریخي ځایونو کې بیا را ژوندی شي.