په کندهار کې د ډاکټر عبدالله او زلمي رسول په پلوۍ غونډې

د ولسمشرۍ دپاره نوماند ډاکتر عبد الله عبدالله د یکشنبې په ورځ کندهار ته تللی و او خپلو پلویانو ته يې په وینا کي وويل چي د بریالیتوب په صورت کي به په دغه ولایت کي د دیني مدرسو پراختیا ته ډیره پاملرنه کوي .

د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه او د ارغنداب ولسوالۍ په سر کاري باغ کي بیا د ډاکتر زلمي رسول پلویانو د هغه په ملاتړ غونډه وکړه .

د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د ښاغلي عبدالله په ملاتړ جوړه شوې نږدې ۳ زره کسیزه غونډه کي د هغه ملاتړ کونکو ورڅخه غوښتنه وکړه چي د بریالیتوب په صورت کي دي له کندهار سره کړي ژمني په عمل کي هم ثابتې کړي .

ښاغلي عبدالله وويل چي د بریالیتوب په صورت کي به تر ټولو ستر کار چي کوي هغه به د دیني مدرسو جوړیده او پراختیا وي تر څو له دې لاري ګاونډیو هیوادونو ته په دیني زده کړو پسي د افغان طالب علمانو دتګ اړتیا لمنځه ولاړه شي .

دغه راز د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په سر کاري باغ کي د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر زلمي رسول په ملاتړ غونډه کي د هغه په پلوۍ را غونډو شویو کسانو د اعتدال او برابرۍ ټیم د هیواد د مشرتابه وړ وباله او خپل ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړ .

د زلمي رسول په ملاتړ دغه غونډه کي د کندهار د شمالي ولسوالیو شاه ولیکوټ ، میانشین ، خاکریز او ارغنداب تر ۲ زرو زیاتو کسانو ګډون کړی و .

د کندهار تر څنګ د زابل په مرکز کلات کي هم د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر زلمي رسول په ملاتړ یوه ستره غونډه وشوه .

د غونډې مشري چي د پارلمان ځینو غړو کول د کلات په ورزشي ستډیم کي را غونډو شویو کسانو ښاغلی زلمی رسول د ولسمشرۍ غوره نوماند یاد کړ او په خپله رایه يې د هغه د بریالیتوب ډاډ څرګند کړی .

د زابل دغه غونډه هم خورا ستره وه چي د زلمي رسول د کمپاینرانو په وینا تر اوسه د هیڅ یوه نوماند په ملاتړ پدې ولایت کي پدغه کچه غونډه نده شوې .

ټاکل شوې چې د راتلونکي شنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکني تر سره شي.

خو تر ټاکنو د ورځي مخکي یعني در اتلونکي پنج شنبې په ورځ د نوماندانو د ټاکنیز کمپاین وخت پایته رسیږي .