په یوې ویډیو کې مولانا فضل الله راښکاره شوی

په یوې ویډیو کې مولانا فضل الله راښکاره شوی

په یوه نوې ویډیو کی د پاکستاني طالبانو هغه قوماندان ښودل کیږي چی فکر کیده د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کي وژل سوی و، مگر هغه په دې ویډیو کی ژوندی ښودل کیږي او د نورو حملو د کولو گواښونه کوي.

خبري آژانسونو ددغي ویډیو چی وخت یې نه دی معلوم کله جوړه شوې ده، پرون یوه کاپي ترلاسه کړې ده. په هغې کي ښودل کیږي چی مولانا فضل الله خپلي یوې ډلي طرفدارانو ته چی ځان مرگي بلل شوي، وایي چی د پاکستان په حکومت او امنیتي قواو باندي حملې وکړي.

افغان چارواکو د مې په میاشت کي ویلي وو چی دوی د هغو رپوټونو تحقیقات کوي چی وایی د یاغیانو دغه مشر په جگړو کي وژل سوی دی.

فضل الله د پاکستان د سوات په ناوه کي تر هغه وخت پوري د طالبانو مشري کوله چی تیر کال د پاکستان پوځ په هغه سیمه کي نظامي عملیات پیل کړل او هغه او نور یاغیان یې مجبور کړل چی وتښتي